اسلام آباد۔4 اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشید احمد وئيلي دي وزیراعظم په پنډورا پېپرز كښې د شاملو700 كسانو په ضد د پلټنو په اعلان كولو د ټولو خلې بندې كړي، وسله غورځوونكو او د پاكستان آئين منوونكو سره خبرې كېدې شي۔ د افغانستان لپاره دآنلاین ویزې خدمت به په راتلونکو دریواونیوکښې پیل شي٬ جعلي شناختي كارډز جاري كولو كښې ككړ 136 كسان معطل كړې شوي، د اسلام آباد پوليس نفريكښې د 1000 اهلكارو زياتوالے كوو ۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د مېلوډی فوډ سټریټ بحالولې شي او شكرپړياں كښې هم نوے فوډ سټريټ شروع كېږي۔ هغه ووئيل د جعلي وېكسينېشن سرټيفيكېټ اغستوونكو په ضد كارروائي روانه ده٬ د جعلي شناختي كارډ په اجراﺀ كښې ككړ 136 كسان معطل كړې شوي، 90 انكوائريز شوي٬ نزدې 300 كسان چارج شيټ كړے شول۔ داخله وزير ووئيل د شناختي كارډ په حقله نوې پالېسۍ رامخې ته كوؤ۔ هغه ووئيل د عيد ميلاد النبي (ص) په مهال بنديوانو ته د 90 ورځو ريليف وركوؤ۔ هغه ووئيل افغانستان لپاره به د آنلائن وېزې اجراﺀ كولې شي ٬ تر راروانې نهې ورځې د 8 ډالرو فيس به ختم كړے شي٬ د پرمټ آساني به د 2 نه تر 3 اوونيو يوازې آنلائن وېزې لپاره وي ، د 15 اګست نه تر دې دمه 20 زره افغان وګړي پاكستان ته راغلي او 6 زره افغانستان ته تللي٬ دغسې 10 زره وګړي نورو هېوادونو ته تللي۔ په چمن پوله د 16 ټرمینلو سره آئی بی اېم اېس پېل كړے شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د افغانستان حالات حساس دي ٬ مونږ هلته بهتري غواړؤ٬ د آنلائن وېزه په زړه پورې آساني ده۔ د دوو پاسپورټونو او شناختي كارډ لرونكو لپاره تر 30 اكتوبر ډېډ لائن وركړے شوے۔ هغه ووئيل په چمن پوله 5 نور ټرمينلز جوړولې شي٬ سكردو او نورو لرو پرتو سيمو ته د شناختي كارډ آساني وركوؤ ٬ ګوادر او چمن پولې ته مو د نادرا موبائل وېنز آساني وركړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان وئيلي ديپه پنډورہ پیپرز كښې د ټولو 700 وګړو په ضد به پلټنې كولې شي، د وزیراعظم عمران خان بیان د ټولو خلې بندې كړي۔ هغه ووئيل تېره ورځ رامخې ته شوې د ترهګرۍ پېښه كښې زمونږ څلور ځوانان شهيدان شوي، د وسله غورځوونكو او د پاكستان آئين منوونكو سره خبرې كېدې شي۔ هغه ووئيل نن مو سټېلائټ ټاؤن ته يو نوے كالج وركړے ، هغه ووئيل كه څوك د تھرډ هېواد وېزا لري نو مونږ نه د تپوس كولو حاجت نشته ٬ څوك چې پاكستان كښې پاتې كېدل غواړي او هغه د تھرډ كنټري وېزه نه لري نو هغه دې آن لائن وېزه واخلي
وسله غورځوونكو او د پاكستان آئين منوونكو سره خبرې كېدې شي۔ افغانستان لپاره دآنلاین ویزې خدمت به په راتلونکو دریواونیو کښې پیل شي۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی