اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد د معدنيات په څانګه كښې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو لپاره وفاقي او صوبائي حكومتونو٬ځايې چارواكو او سركاري او نجي څانګې ترمينځه نزدې٬بامعني او په موثر مرسته زور راوړولو سره وئېلي دي د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د لټون او كيندونكې څانګې بشپړ صلاحيت كارولو ته ضرورت دے۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې پاكستان كښې د معدنيات لټون په اړه د نجي او سركاري څانګې مختلف اسټيك هولډرز غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د توان وزارت(پیټړوليم ډويژن)د تجارت وزارت٬د فېډرل بورډ آف ريونيو او د ګلګت بلتستان حكومت اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔صدر ووئيل پاكستان كښې د سكارو٬تانبې ٬سره زرو ٬قيمتي كاڼو ٬چاندۍ او ناياب دهات پشان بې پناه د اعلٰی معيار معدني وسائل شته كوم چې په انفارمېشن ټېكنالوجۍ اداڼه جديد مائننګ ټولز استعمالولو سره موندلے كېدې شي خو د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د كيندونكې څانګې د بشپړه صلاحيت كارولو ضرورت دے۔ده ووئيل د پاكستان زياتره سيمې د معدنيات٬تېل٬قدرتي ګاز٬ناياب دهات او جوهري مادو سره سره قيمتي دهات لكه سره زر٬چاندي٬تانبا٬زنك او د نورو صنعتي استعمال د ډېرو معدنياتو نه ډك دے او دې څخه ګټه پورته ممكن ده ۔ده د ځايې صنعت تحفظ لپاره په غېر قانوني برآمدات او معدني او په دهات اډانه مصنوعات درآمد مخ نيوي لپاره د بارډر كنټرول صلاحيت او تاثير په قوي كولو هم زور راوړو
صدر ډاكټر عارف علوي پاكستان كښې د معدنيات لټون په اړه د نجي او سركاري څانګې سټيك هولډرز غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں