اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي صوفيانو او اولياء کرامو انسانيت ٬ د مسلمانانو ترمنځ مينه، ورورولي ، متقابل احترام او همغږي راژوندۍ کړه٬ د اسلامو فوبیا له منځه وړلو لپاره د اسلامي هیوادونو تر منځ یووالي ته اړتیا ده۔ صدر مملكت دا خبره د حضرت عبد القادر شاه جېلاني (بغداد) سجادہ نشین شیخ سید خالدعبدالقادرمنصورالجیلانی او د هغه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري ٬ په پاكستان كښې د عراق سفير حامد عباس او مشران حكومتي چارواكي هم په دې موقعه موجود وو۔ صدرمملکت ووئيل حضرت عبدالقادر شاہ جېلانی ټول عمر اعلی اخلاقي اقدار په ځايې وساتل او د اسلامي تاريخ په سخت وخت كښې د قرآن او سنت په رڼا كښې يۍ د ټولنې اصلاح وكړه۔ صدر مملکت ووئيل حكومت او د بېلو مكاتب فكر لارښود په هېواد كښې مذهبي روادارۍ ٬ دوه اړخيزه احترام او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له هڅې كوي۔ د اسلاموفوبیا په اړه خپلو خبرو كښی صدر مملكت ووئيل په دې قابو موندلو له به د اسلامي هېوادونو ترمينځه يو والي ته وده وركول وي۔ وروستو صدر مملكت د پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم وكړه۔ شیخ سید خالد عبد القادر منصور الجیلانی په مېلمستيا او تود هركلي كولو د صدر مملكت مننه وكړه۔ هغه صدر مملكت ته د بغداد دورې كولو بلنه هم وركړه۔
صوفيانو او اولياء کرامو انسانيت ٬ د مسلمانانو ترمنځ مينه، ورورولي ، متقابل احترام او همغږي راژوندۍ کړه٬ د اسلام فوبیا له منځه وړلو لپاره د اسلامي هیوادونو تر منځ یووالي ته اړتیا ده ٬ صدر مملكت عارف علوي
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2