اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټيل پاکستان څخه د تربيت يافته هيلتھ پروفيشنل ډاکټرز، نرسز، پيرا ميډيکل سټاف، فزيو تھيراپسټ، او ټيکشنز سعودي عرب كښې پيشه وره خذمات ترسره كولو له خواست كړے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي د صحت وزير فهد بن عبدالرحمان الجلا جل سره د ملاقات په مهال كړي۔ پاکستان كښې د ميډيکل تعليم ايکرډيشن په چارو د سعودي د روغتيا وزيرسره تفصيلي خبري شوي۔ د سعودي صحت وزير فهد بن عبدالرحمان الجلاجل ووئيل د اېم ډي ٬ اېم اېس او د ګنو پاکستانو ميډيکل يونيورسټيو د ډګرو ايکرډيشن په اړه د سعودي حکومت به مسئله په ترجيحي بنيادونو حل كوي۔ د ملاقات په مهال عبدالقادر پټيل ووئيل پاکستان داسې هيلتھ پروګرام ډيزائن کوي چې ترمخه به ئې نرسز او پيرا ميډيکل سټاف له د عربۍ ژبه ښودلې شي۔ده ووئيل پاکستان د ګلوبل هيلتھ سيکورټي په اړه د بارډر هيلتھ سروسز پاکستان بنياد اېښودلے دے چې ورسره پاکستان څخه به هر تلونكے او راتلونكے مسافر ډيجټل ميډيکل ډيټا بيس لري۔ د سعودي د روغتيا وزير ووئيل د سعودي حکومت پاکستان هيلتھ پروفشنلز ته په خپل هېواد كښې هركلے وائي۔د سعودي حکومت په ګلوبل هيلتھ سيکورټي به تندۍ سره كار كوي۔پاکستان او سعودي عرب خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري دغسې د صحت په څانګه كښې اړيكو ته لا ودې وركولو ته اړتيا ده۔د سعودي د روغتيا وزير وفاقي وزير له د سعودي عرب دورې بلنه وركړه
د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټيل سره د سعودي خپل هم څنګ فهد بن عبدالرحمان الجلا جل ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار