اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د قائد ايوان/ وزيراعظم ټاكنې لپاره د مياں محمد شهباز شريف او شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ كاغذونه منظور كړې شوي دي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د مياں محمد شهباز شريف او د شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ كاغذونو كره كتنه وكړې شوه۔ دې نه وروستو دا منظور كړې شؤ۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې په قومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم / قائد ايوان ټاكنه نن د ګل په ورځ ماسپښين 2 بجې كېږي
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ