اسلام آباد ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان منېجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چ??هد??ي وئيلي دي د پاكستان او ايران اولس تر??ين??ھ نزدې رابطې د دوه اړخيزه اړيكو مهمه اثاثه ده۔ د وزيراعظم عمران خان د ايران راروانې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ د ايران خبر رسنې ايجنسۍ (ارنا) سره مركه ك??ې قمر الله چ??هد??ي ووئيل وزیراعظم عمران خان د اپرېل 21 مې نېټې څخه د ايران دوره كوي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده ووئېل دواړه هېوادونه تاريخي ٬ مذهبي ٬ كلتوري او سياسي اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي او په بېلو نړيوالو چارو ئې تل د يو بل ملاتړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د ايران دورې په مهال به په منځني ختيځ او د پولې په معاملو هم بحث كولې شي۔ ده ووئيل د اولس تر??ين??ه نزدې اړيكې د دواړو هېوادونو لوئې طاقت دے۔ ده ووئيل د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ سره هېوادونه يو بل ته نزدې كېږي او د دوه اړخيزه مرستې د زياتوالي سبب ګرځي۔ د ميډيا په ك??ه د مرستې مستحكم كولو په اړه قمر الله چ??هد??ي ووئيل نوې نړۍ يوه ګلوبل ښار جوړ شوے په كوم كښې چې د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ اوس د ميډيا ډیجټلائزیشن ته خاص پاملرنه كولې شي۔ د لويو لويو میډیا هاوسز او نیوز ایجنسیانو باقي پاتې كېدل نورو نيوز ايجنسيو سره په مرسته او رابطو اډانه وي۔ ده ووئيل د ارنا او اے پي پي تر??ين??ھ د مرستې لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔ جوائنټ کمپری هنسیو پلان آف اېکشن څخه د امريكې وتلو په اړه قمر الله چ??هد??ي ووئيل ايران د سولييز اتومي پروګرام جاري ساتلو حق لري۔ ده ووئيل د ايران سولييز اتومي پروګرام په اړه د لوئيديز نقطه نظر په تعصب اډانه دے۔ د اے پي پي اېم ډي ووئيل جے سی پی او اے څخه د امريكې يو اړخيزه وتل كوم جواز نه لري
د اے پي پي اېم ډي محمد قمر الله چوهدري د ايران خبر رسنې ايجنسۍ (ارنا) سره مركه
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado