اسلام آباد ۔ 28 اپریل (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره د چين نوموړو كاروباري شخصياتو ملاقات وكړو او ده ته ئې پاكستان كښې په لويه كچه نجي څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو باور وركړو۔ د پاکستان او چینائي كمپنيو ترمينځه د مفاهمت په 14 نوې يادښتونو ل??س ليك هم وكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان د نړۍ لويې كمپنۍ هواوے چیف اېګزېکټو سره هم ملاقات وكړو۔ د كمپنۍ مؤسس باور وركړو ??ې هغه پاكستان كښې د لويې سرمايه كارۍ كولو منصوبه لري۔ كمپنۍ وړا??دې نه سيمه ايز سروس په ځائې كړې دې په كو كښې چې 600 نه زيات آئی ټی پروفېشنلز كار كوي۔ دغسې وزيراعظم د رېنبو اېګریټېک ګروپ، چېلنج اپارل، لی اېنډ فن کارپورېشن او د فوټون کارز چیف اېګزېکټو آفسرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته هدايت وكړو ??ې چينائي كمپنيو ته په ترجيحي بنيادونو آسانۍ وركول باوري كړي۔ د وزیراعظم د تجارت او انډسټري مرستيال عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف دې ملاقاتونو كښې د وزيراعظم مرسته وكړه۔
د وزيراعظم عمران خان د نوموړو چينائي كاروباري شخصياتو سره ملاقات ٬ پاكستان كښې په لويه كچه نجي څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو باور ۔ د پاكستان او چينائي كمپنيو ترمينځھ د مفاهمت په 14 نوې يادښتونو لاس ليك
مضمون کا ماخذ : apostas quina