لاهور۔21مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې 9م مئي به د هېواد په تاريخ کښې د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي، په فوځي تنصيباتو بريدونو کښې ککړ کسان به عدالت ته مخامخ كولې شي، كومو بې ګناه كس??نو سره به ظلم نه کيږي او كوم مجرم به سزا څخه بچ نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په ماډل ټاؤن ??ښې د امن او امان په اړه د لوړې كچې يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه ??ښې د قومي سلامتيا كمېټۍ د پرېكړو حوالې سره د پېشرفت جاج واخستے شو۔ په دې موقعه د پنجاب نګران وزيراعلی محسن نقوي٬ امنيتي چارواكي او نور موجود وو۔ غونډه ??ښې ګډون كوؤنكو ته خپله وېنا ??ښې وزيراعظم ووئيل، زه ستاسو ټولو ډېره مننه کوم چې د رخصتۍ په ورځ مونږ دلته يو مقصد لپاره راټول شوي يو، هغه دا چې د تېرې اوونۍ په غونډه کښې د ترسره شويو بحثونو جاج واخستے شي۔ ده ووئيل د مئي په 9مه نېټه د عمران نيازي په امر د پي ټي آئ?? ډلو د پاكستان په ضد ترهګري وكړه او له بده مرغه عمران نيازي هغه څه وكړل چې دښمن يې په 75 كالو ??ښې هم نه شي كولې۔ده ووئيل چې د عمران نيازي ډلې هغو الوتكو ته اور واچولو كومې چې ددښمن په ضد كارول شوې وې٬ كالعدم ټي ټي پي قائداعظم هاؤس زيارت او د عمران نيازي ډلې جناح هاؤس لاهور چې اوس كور كمانډر هاؤس ګرځېدلې وسوځولو۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره بايد ياد وساتلې شي چې تحريک طالبان په جي ايچ کيو بريد کړى ؤ او د دې هيواد بدبختي وګورئ چې د پي ټي آئ?? کارکنانو د پاکستان دښمنانو په جي اېچ كيو بريد وكړو او ريډيو پاكستان پيښور ته يۍ اور ولګولو۔ ده ووئيل په هېواد ??ښې ډېرې داسې غمجنې پېښې شوي چې ټول ملت به د تل لپاره په ذهني اضطراب ??ښې ساتي۔ په غونډه ??ښې دا خبره وشوه چې د 9 مئي په پېښو ??ښې په كوم ډول هم ككړ كس??ن به د قانون له منګلو بچ نه شي۔ ده ووئيل په سوېلين املاك بريدونو ??ښې د ككړو كس??نو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ لاندې كارروائي كولې شي او په فوجي تنصيباتو بريدونو ??ښې ككړ كس??ن به د آئ??ن او قانون له مخې انصاف سره مخ كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا كومه د ټوقو خبره نه ده چې په کراچۍ کښې دې د هوايي ځواکونو په تاسيساتو بريد وكړې شي او د اربونو روپو مالونو ته دې زيان ورسولې شي او د عمران نيازي ډلې دې ميانوالي ته رسېدو سره د هغه الوتكو كومې چې د دښمن په ضد كارولې شوې وې د سېزولو ناوړه هڅې وكړي۔ ده ووئيل چې كوم بې ګناه انسان سره به ظلم نه كېږي او كوم مجرم به سزا څخه بچ نه شي۔
په پوځي تنصيباتو بريدونو كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي٬ شهباز شريف
Huge treasure online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم