اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي څلور كاله د اولس اوړه ٬ چيني او روټۍ لوټ كوؤنكے اوس وزيراعظم مفت آټا سكيم متنازعه كوي۔ دو??ره غليظ ذهنيت دے چې اولسي منصوبې هم د خپل سياست د لار په نخښه كوي٬ سياسي يتيم په هر سازش كښې ناكامۍ سره له مخ كېدو وروستو اوس په وېړيا اوړو پسې لګېدلې دې۔ د اتوار په ورځ خپل يو جاري شوي بيان كښې دې ووئيل عمران خان به څلور كاله وړاندې د چ??نجو غن?? راغوښتلې وي؟ دو??ره ناپاك ذهنيت دے چې په اولسي پروژو هم سياست كوي٬ د پنجاب ولس ته كه وېړيا اوړه ترلاسه شي ٬ وېړيا برېښنا ترلاسه شي ٬ هغوي ته مېټر او اورنج ټرېن وركړے شي نو ده ته تكليف كېږي۔ دې ووئيل د اولس اوړه او چيني خوړونكې اوس دا غ?? كوي چې وزيراعظم بې وزله اولس ته وېړيا اوړه ولې وركوي؟ اوس وزيراعظ?? عمران خان نه دے چا چې د اولس اوړه وخوړل ٬ روټۍ يۍ وخوړله٬ روزګار يۍ وخوړولو۔ اوس وزيراعظ?? عمران خان نه دے چې د خلكو خېټې وشكوي ٬ كارخانو څخه يۍ بهر كړي او لنګر خانو ته يۍ راولي۔ د اطلاعاتو وزيرې وويل چې وزيراعظم شهباز شريف شپه او ورځ د خلکو د پرمختګ او د بې روزګارۍ او ګرانۍ کمولو فکر کوي، دا وزيراعظم شهباز شريف دي چې ټولې بندې شوې پرمختيايي پروژې يې بيا پيل کړي۔ دې ووئيل سياسي يتيم په هر سازش كښې ناكامۍ سره له مخ كېدو وروستو اوس په وېړيا اوړو پسې لګېدلې دې۔ دې ووئيل ميډيا ته خواست دے چې هغه د تحقيق نه غېر د داسې غليظ ذهنيت د دروغو او اولس دښمنه خبرونو خپرولو څخه ډډه وكړي۔
څلور كاله د اولس اوړه ٬ چيني او روټۍ لوټ كوؤنكے اوس د وزيراعظم د ويړيا اوړو وېش سكيم متنازعه كوي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب بيان
Curse of Athena APP game platform download
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے