لاهور 31 جنوري (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي د پي ډي ا??م حكومت د پخواني حكومت پرېښودلې ناوړه چارې سموي٬ روس سره د معاملات ترسره كېدو نه پس هيله لرو چې ارزان تېل به پاكستان ته ترلاسه شي كومو څخه به چې د تېل په بيعو كښې كمے راشي۔د ګرين لائن چلېدو سره به د رېلوے ريونيو زياته شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په رېلوے هېډكواټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د رېلوے وفاقي وزير ووئيل د پاكستان رېلوے دا مهال د مالي بحران ښ??ار ده او د تېلو ګرانولو څخه د رېلوے ستونزې به لا زياتې شي٬مونږ د 7 نه تر 8 فيصده په كرايانو كښې په زياتوالي غور كوو ځكه چې د پاكستان رېلوے د 5 نيم اربه نورې خسارې برداشت كولو جوګه نه ده۔ده ووئيل د سېلاب له امله د وړاندې نه زمونږ انفراسټركچر تباه شوے چې په سبب يې زمونږ په اداره كښې د پنشنز او تنخاګانو به ادائيګۍ كښې خنډان رامخې ته كېږي۔ده ووئيل پي آئي ا?? او پاكستان رېلوے په پېسو ګټلو خپلو ملازمينو ته تنخاكانې ادا ??وي??پاكستان رېلويز په پنځه شيډولز كښې خپلو ملازمينو ته تنخاګانې ادا كوي چې پكښې د دريو شيډولز ادائيګي شوې او د نورو ادائيګي به تر سبا اوشي۔ده ووئيل ګرين لائن ټرين په موثر انداز سره بيا پیل كړے شوے او دې څخه به د رېلوے په ريونيو كښې خاطر خواه اضافه وشي۔ده ووئيل كوم خلق جې د موجوده دور موازنه د عمران خان حكومت سره كوي هغوي دې د محمد نواز شريف د تېرو څلورو كلونو حكومت سره موازنه وكړي٬مونږ آئي ا??ف اېف ته مخه دې ښه وئېلې وو خو د عمران خان حكومت بيا آئي ا??م اېف ته لاړو او نن حالات د ټولو په وړاندې دي۔ده ووئيل ګراني د پاكستان مسئله ده٬موجوده حكومت د ښه والي راوستو لپاره اقدامات كوي او روس سره د معاملات ترسره كېدو نه پس هيله لرو چې پاكستان ته به ارزان تېل ترلاسه شي كومو څخه به چې دلته د تېلو په بيعو كښې كمې راشي۔ده ووئيل د هېواد ښه والي لپاره به ټولو له په ګډه قربانۍ وركول وي او په خپل عادتونو كښې به بدلون راوستل وي
روس سره د معاملات ترسره كېدو نه پس به ارزان تېل پاكستان ته راشي٬د ګرين لائن څخه به د رېلوے ريونيو زياته شي۔خواجه سعد رفيق
Wish Wheel APP download entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ