ملګري ملتونه 13اکتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د يوكرين څلورو سيمو روس سره الحاق غېر قانوني ګرځولو سره د روس څخه دا اقدام منسوخ كولو په غوښتنه اډانه قرارداد په لويې اكثريت سره منظور كړو او د پاكستان پشمول 35 غړو هېوادونو په دې قرارداد د رايو په شمېره كښې برخه نه ده ??خستې او غوښتنه يې كړې چې ?? هند په غېر قانوني تسلط كښې جمو كشمير په اړه هم د نړيوالې ورورولۍ ردعمل هم داسې پكار دې۔په قرارداد كښې د ټولې نړۍ هېوادونو ته خواست شوې چې هغوي د يوكرين په سيمو ډونيټسك٬كهيرسن٬لوهانسك او زيپو ريزياكاروس سره د ريفرنډم د لارې شوې الحاق تسليم نه كړي۔د عمومي اسمبلۍ په 193 غړو كښې 143 قرارداد په حق كښې رائے وركړي او د پاكستان پشمول 35 هېوادونو د رايو په شمېره كښې برخه نه ده ??خستې۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې ??وس د جارحيت ارتكاب كولو سره په يادو شويو سيمو عارضي قبضه كړی او په دې عمل كښې د يوكرين د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ خلاف ورزي شوې۔په قرارداد كښې د پاكستان مستقل استازي په قرارداد د رايو په شمېره كښې برخه نه اخستلو وضاحت كولو سره وئېلي دي چې ??ا قرارداد وړاندې كونكو هېوادونو د يوكرين جنګ سمدستي او پرامن حل تجاويز قبلولو څخه انكار كړې۔ده ووئيل دا مهال وړومبې ترجيح د جنګي كاروائيو خاتمه او ثالثي٬نيغ په نيغه خبرې اترې او نور ممكنه ذريعو كارولو سره د امن مذاكرات پیل كولو ته اړټيا ده ??غسې چې په يوكرين كښې امن زر تر زره بحال شي۔ده ووئيل چې ??ر څو چې ?? جنګ مخنيوي نه وي شوې تر هغې د نور خپرېدو امكانات به زياتېږي او د دې نتيجې د ټولې نړۍ لپاره تباه كونكې وي۔
جنرل اسمبلۍ د يوكرين سيمو د روس سره د الحاق منسوخ كولو قرارداد په لويې اكثريت سره منظور كړو٬د پاكستان پشمول 35 هېوادونو د رايو په شمېره كښې برخه نه ده اخستې
Ultimate Roulette Online Game
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ