بلاول بھټو زرداري پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د پیښو مسائلو او بحرانونو حل لپاره 7 نکاتې تجاویز وړاندې كړل
Roulette 1-Sky Blue Login Website
APP36-230922
NEW YORK: September 23 - Foreign Minister of Pakistan Bilawal Bhutto Zardari addressing at the OIC Council of Foreign Ministers Annual Coordination meeting on the sidelines of the 77th session of the United Nations General Assembly. APP
نیویارک۔23ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د پیښو مسائلو او بحرانونو حل لپاره 7 نکاتې تجاویز وړاندې كولو سره وئېلې دي مونږ له به يوې داسې نړيوالې ډھانچې او پالیسیو له وده وركول وي چې ورسره د نړۍ نه د مساوات د نشتوالي خاتمه ممکن كړې شي او دا به د نړيوال معاشي نظام د پرمختګ اهدافو سره تړل وي٬ دغسې د نړيوالو موسمیاتې بدلونونو تر مخه به يو برابر پالیسۍ په دیانتدارۍ نافذ كول وي ، د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د نړۍ تجارتي نظام دې بيا د سره وضع كړے شي ٬ دغسې چې دا د پرمختګ د اهدافو سر كولو له مرستياله ثابت شي ۔ د جمعې په ورځ نیویارک كښې د جی ۔77 او د چین د وزارتې اجلاس 2022 ته خپل خطاب كښې خارجه وزير بلاول بھټو ووئېل د زياتېدونكو شخړو ، ګرانۍ ، موسمیاتې بدلون او د وباګانو سره د ګردې نړۍ پرمختګ كوونكې هېوادونه د يو سخت دور نه تېرېږي۔ د دې مسائلو حل کولو لپاره خارجه وزیر 7 نکاتې تجاویز وړاندې كولو سره ووئېل د اقتصادي فشار ښکار د نړۍ د 50 نه زياتو پرمختګ كوونكو هېوادونو معاشي ملاتړ لپاره نړيوالې وروولۍ له د متحرک کولو ضرورت دے۔ ده ووئېل نړيوالۍ ورورولۍ له به پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د غذائي بحران ښکار 250 ملین كسانو له زر تر زره د ډوډۍ او د څښلو څيزونه ورسول باوري كول وي، مونږ له به د پرمختګ كوونكو هېوادونو د توان د درآمدات پېټے کمولو لپاره لارې لټول وي ۔ خارجه وزیر ووئېل د پاکستان درېمه برخه په اوبو كښې راګېره شوې كومه چې د ټولې برطانيی برابر زمكه ده، پاکستان كښې د سیلاب څخه د يو زر نه زيات كسان په حق رسېدلي دي او په زركونو ژوبل دي، درې کروړه 30 لاکھه نه زيات كسان نيغ په نيغه ځپلې شوي او دغسې د موسمیاتي بدلون اثرات 6 کروړه پاکستانیان ځپلې دي۔ ده ووئېل د اوسني سیلاب د لاسه 17 لاکھه كورونه، 12 زره کلومیټره سړکونه، 350 پلونه او 50 لاکھه ایکړه باندې ولاړ فصلونه تباہ شوي دي، دغسې پاکستان كښې سیلاب نزدې د 30 بلین ډالرو زيان كړے ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل مونږ د ګروپ 77 هېوادونو پشمول د نړيوالې ورورولۍ مننه كوو چا د پاکستان د موسمیاتي بدلون څخه په شوې تباهۍ كښې مرسته كړې۔ ده ووئېل مونږ له به يوې داسې نړيوالې ډھانچې او پالیسیو له وده وركول وي چې ورسره د نړۍ نه د مساوات د نشتوالي خاتمه ممكن شي ۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري بيخي سم وئېلې دي چې موجودہ عالمي معاشي نظام په اخلاقي توګه دیوالیه شوے، د نړۍ عالمي معاشي نظام به د پرمختګ اهداف سره تړل وي ، كه د نړۍ يو مستحکم عالمي معیشت پكار وي نو دې لپاره ب?? د ??وانائۍ، ټرانسپورټ، استوګڼو، صنعت او زراعت څانګو كښې د كال يو کھرب ډالره سرمایه کاري ممکن كول وي۔ ده ووئېل دغسې د نړيوالو موسمیاتې بدلونونو تر مخه به يو برابر پالیسۍ په دیانتدارۍ نافذ كول وي ، پرمختګ كوونكو هېوادونو کښې تجارت او د سرمایه کارۍ زياتوالي لپار?? د ??ړکونو منصوبې مهمې دي ، د چین د اقتصادي راهدارۍ منصوب?? د ??غې مهم مثال دے۔ بلاول بھټو ووئېل مونږ له په نړۍ كښې د عدم مساوات او غر??ت د ودې نظام به اوس بدلول وي