اسلام ??باد 17 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي د عمران خان د توشه خانه څخه او د ممنوعه فنډنګ غلا نيولې شوې٬ اوس ھغه صاد?? او امين پاتې نه دے، د آئين په آرټيکل 63،62 كره نه پاتې كېدونكے يو كانديد هم په انتخابات كښ?? د برخې اخستو جوګه نه وي، د مدينې د رياست غږ كونكې ټوله توشه خانه وخوړله خو دې د پوښتنې قدرې نشته٬ د عمران خان په 9 حلقو په اتنخابات كښ?? برخه اخستل چېلنج كړے شوه ٬ كه ھغه له په انتخابات كښ?? د برخې اخستو اجازه وركړې شوه نو د دې مطلب به دا وي چې په پاكستان كښ?? دوه قوانين دي٬ په شهباز ګل د تشدد بيانيه جوړولو سره عمران خان اولس د نادانه كولو هڅه كوي٬ د توشه خانه ټول دستاوېزات پبلك كوٶ دغسې چې اولس ته د عمران خان اصل څېره وښودلې شي ٬ چا له چې د ټانكونو په وړاندې سملاستل وٶ ھغه د شپې شپې د هېواد نه ښپې وېستلې دي۔ د شورو په ورځ نېشنل پرېس كلب اسلام ??باد كښ?? پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښ?? ده ووئيل د عمران خان په 9 حلقو په اتنخابات كښ?? برخه اخستل او د نامزدګۍ په كاغذونو اعتراضونه كوٶ ځكه چې په اتنخابات كښ?? برخه اخستو سره هر كس له صاد?? او امين كېدل او د آئين په آرټيکل 63،62 كره ختل ضروري دي٬ داسې كس چې ټوله توشه خانه ئې خالي كړې او خپلې اثاثې ئې نه وي ډكليئر كړي ھغه څنګه په انتخابات كښ?? برخه اخستلې شي، ده ووئېل كه ھغه له په انتخابات كښ?? د برخې اخستو اجازه وركړې شوه نو د دې مطلب به دا وي چې په پاكستان كښ?? دوه قوانين دي، يو د عمران خان غوندې نازولو لپاره او بل د عامو وګړو لپاره، د زرګونو په شمېر د داسې كېسونو مثالي وركړے كېدې شي چې په يوه مرله زمكه يا د لس زره روپو په بېنك اكاٶنټ په نه څرګندولو كانديدان نااهل كړے شوي ،ده ووئېل دلته الېكشن كمېشن خپله پرېكړه كښ?? ليكلي چې عمران خان په ممنوعه فنډنګ كېس كښ?? پنځه بيان خلفي وركړي نو بيا يو جعلساز څنګه صاد?? او امين كېدے شي؟۔ ده ووئيل د عمران خان او نواز شريف په كېس كښ?? د زمكې او آسمان فرق دے٬ نواز شريف د خپل زوي د كمپنۍ څخه د واجب الادا تنخا په نه اغستو او په اثاثو كښ?? په واضح كولو تاحيات نااهل كړے شوے٬ په دې لړ كښ?? بايد الېكشن كمېشن خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن چيف كشمنر عمران خان لګولے٬ كه واقعي عمران خان صاد?? او امين وي نو بيا عدالتي حكم امتناعي لپاره ولې منډې وهي ٬ خپله تلاشي او حساب ولې نه وركوي٬ ده ووئيل د پي ټي آئي صوبائي داخله وزير په شهباز ګل د تشدد په لړ كښ?? د عمران خان د بيان ترديد كړے او وئيلي ئې دي شهباز ګل بېخي روغ دے او په ھغه تشدد نه دے شوے او كه واقعي تشدد شوے وي نو د دې ذمه وار د پنجاب حكومت دے ځكه چې اډياله جېل د پنجاب حکومت په واك كښ?? دے۔ طلال چوهدري ووئيل په اصل كښ?? عمران خان په دې ېره كښ?? دے چې كه شهباز ګل لكه د طوطي خبرې شروع كړې نو د ده هرڅه به ښكاره شي ٬ دې لپاره د شهباز ګل د تشدد بيانيه رامخې ته كوي دغسې چې بيا ووئيل شي چې په ھغه تشدد شوے او په زبردستۍ ترې بيان اخستلے شوے،ده ووئېل عمران خان اولس نور نادان كولې نشي ٬ عدليه لپاره هم موقع ده چې پخپله پرېكړه نظر ثاني وكړي او په خپله لمن لګېدلے تور داغ لرې كړي
د عمران خان توشه خانه څخه او د ممنوعه فنډنګ غلا نيولې شوې ٬ اوس ھغه صادق او امين پاتې نه دے، د آئين په آرټيکل 63،62 كره نه پاتې كېدونكے يو كانديد هم په انتخابات كښې د برخې اخستو جوګه نه وي۔ د طلال چوهدري پرېس کنفرنس
ONE blackjack credit website
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔