اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د ملائېشيا حكومت لس كاله مخكښې د بې دركه شوې مسافر الوتكې لټون بيا پېل كولو پريكړه كړې۔ د جمعې په ورځ د اے اېف پي له مخې د ملائېشيا د ټرانسپو??ټ وزير انتهوني لوك ووئيل د ملائېشيا كابينې د ملائېشيا ايئر لائنز پرواز ايم اېچ -370 لټون پیل كولو تجويز ته سلا شوې كوم چې لس كاله وړاندې بې دركه شوې وه۔ ده ووئيل د اوشين انفينټي لخوا د لټون آپرېشن تجويز كوټلے دے او په دې غور كېدے شي۔ ده ووئيل د حكومت وزيرانو په 13 دسمبر د امريكې او برتانيې كمپنۍ اوشين انفينټي تجويز قبلولو سر?? په اصولي توګه اتفاق كړې چې هغوي به جنوبي بحر هند كښې 15000 مربع كلوميټر نوې سيمه كښې د ايم اېچ -370 لټون مخ په وړاندې بوځي۔بوئنګ 777 ا??وتكه په 8 مارچ 2014 ??والالمپور څخه بيجنګ ته د 239 مسافر وړولو په مهال د رېډار سكرينونو څخه غائبه شوې وه٬ د ايوي اېشن د تاريخ تر ټولو لويې لټون با??جود د دغې الوتكې هېڅ درك نه دے لګېدلې۔
د ملائېشيا لس كاله مخكښې بې دركه شوې مسافر الوتكې لټون بيا پېل كولو پريكړه
Geely Electronic Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم