اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې هېواد سره لكه د خپل ??ول??د بايد مينه وكړې شي٬ د پاكستان پرمختګ د بلوچستان پرمختګ سره تړلے دے۔ ده دا خبره د اتوار په ورځ په كوئټه كښې د ??لا?? مشرانو پلاو?? سره خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې وزيراعظم ته د قبائلي مشرانو پلاوي د وزارت عظمی منصب ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې وزيراعظم د پلاوي مننه وكړه او د دوئي مسئلې يۍ واورېدې د كومو حل لپاره چې وزيراعظم خپل لوظ تكرار كړو۔ ده ووئيل زه د خالق آباد، ??لا??، خضدار ٬ جھالاوان ، مچھ ، ساراوان ، هزارہ او ټولو مننه كوم٬ مونږ ټول يو يؤ ٬ زه يو ستاسو څخه يم ٬ زما په پلار نيكه كښې څوك وزيراعظم نه وو او نه زه كوم مغل بادشاه يم۔ يو عام وګړے يم ٬ ستاسو سيمې سره تعلق لر??۔ ده ووئيل يو فيصد زه دا نه محسوسوم چې زما تعلق ??لا??، خضدار، مستونګ او پشتون يا بلوچ سره دے۔ وزيراعظم ووئيل کچھی کېنال نه يوازې بلوچستان بلكې پاكستان لپاره يو مهم پراجېكټ دے۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې ستاسو كارونه به دې ځايې څخه وشي ٬ وفاق سره اړوند كار لپاره زه حاضر يم۔ په ملاقات كښې د بلوچستان ګورنر عبد الولي كاكړ او نګران اعلی وزير علي مردان ډومكې هم شامل وو۔
هيواد سره به د خپل اولاد په څير مينه كول وي٬ د انوار الحق كاكړ د قلات مشرانو پلاوي سره خبرې
Funding Emoji Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : bolão quina