اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې ټول ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده چې كله هم هېواد كښې ټول ټاكنې كېږي نګران حكومت به د الېكشن كمېشن مرسته كوي۔ د جمعې په ورځ د نګران و??يراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې دوفاقي كابينې اولنۍ غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ??وئيل ټوله نګران كابينه به د آئين او قانون لاندې او د خپل سوګند له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو بشپړه هڅې كوي۔ ده ??وئيل د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو چیف الیکشن کمشنر راجه سکندر سلطان سره زما ملاقات شوے په كوم كښې چې ما هغه په هېواد كښې د آزادو او سپېځلو ټاكنو په كولو كښی مرستې او ضروري تقررۍ او تبادلو لپاره د الېكشن كمېشن په سفارشاتو د عمل درآمد حوالې سره د وفاقي كابينې عزم څخه خبر كړو دغسې چې هېواد كښې د آزادو ټاكنو عمل باوري كړې شي۔ ده ??وئيل د كابينې غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د ټاكنو په ورځ به اولنې ووټ نګران و??يراعظم او بيا كابينه كاروي۔ ده ??وئيل كابينې د هېواد معاشي صورتحال په نظر كښې نيولو سره سركاري خرڅونو كښې د كمي پرېكړه كړې ده۔ مرتضی سولنګی ووئيل چې مونږ په زياته ??يعه پېټرول اخستلو سره اولس ته په ټيټه بيعه د وركولو متحمل كېدې نه شوو۔ ده ??وئيل آئي اېم اېف سره د لوظنامې له امله حكومت په څيزونو سبسډي نه شي وركولې۔ نګران وفاقي وزير ووئيل حكومت اقليتونو سره ولاړ دے او چاته ??ه د مذهب ٬ رنګ يا ذات په نوم د چا په نښه كولو اجازه وركولې نه شي۔ ده ??وئيل په جړانواله پېښه كښې ككړ كسان به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ ده ??وئيل په جړانواله پېښه ټولو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده ??وئيل د اقليتونو تحفظ باوري كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې په ټولنه كښې د خپرې شوې تنګ نظرۍ ٬ انتها خوښۍ او عدم برداشت مخنيوي له په هېواد كښې صوفي ازم ته ?? ودې وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ ده ??وئيل د وفاقی کابینې په غونډه كښې وزيراعظم په هېواد كښې د انفراسټركچر په تعمير زور رواړو۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې مرتضی سولنګي ووئيل بې وزلي او ګراني يو حقيقت دے٬ دې څخه څوك انكار كولې نه شي٬ دا هم حقيقت دے چې په پټروليم مصنوعاتو كښې د اضافې دلاسه ګراني زياته ??وې ده۔ ده ??يډيا ته ??اور وركړو چې حكومت به په قومي خزانه فشار كمولو له خپله خرڅونه كم كړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل هېواد كښې ټول ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده او نګران حكومت به په دې لړ كښې د الېكشن كمېشن بشپړه مرسته كوي۔ د پاكستان تحريك انصاف د مشرتابه په ضد د روانو قانوني مقدماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د دوئي په ضد عدالت كښې د مقدمو سماعت روان دے٬ حكومت په دې كښې كوم فريق نه دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل نګران كابينه يوازې په 16 غړو مشتمل ده ??ه كومه كښې چې صلاحكاران او خصوصي مرستيالان هم شامل دي۔ده د دې عزم پخلې وكړو چې نګران حكومت په كوم ډول سېنسرشپ باور نه لري٬ په هېواد كښې د رايې آزادي باوري كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ په دې مهال پرنسپل انفارمېشن آفیسر او اېم ډي اے پي پي محمد عاصم كھچي هم موجو?? وو۔
نګران حكومت به د آزادو او منصفانه ټاكنو كولو كښې د الېكشن كمېشن مرسته كوي ٬ مرتضی سولنګي
Carnival Mask Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ