اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې عمران خان د ميرمن عكس د آرټیفیشل انټیلی جنس څخه جنریټ کولو سره په خپل ټویټر هینډل شیئر کړې او د امنيتي اهلکارو ئې تضحیك كړې دې،په حقیقت كښې داسې كومه پېښه رامخې ته شوي نه ده،دغه تن دروغ وائي،كه انسانی حقوق پامال شوې نو هغه د عمران خان د لاسو شوي، عمران خان چې څومره هېواد بدنام كړې تاريخ كښې مثال نه لري، عمران خان د منصوبه بندۍ سره د پاکستان په ریاست بريد كړې،د 9 مئی په پېښه ټول قام غمجن دې،داسې چرته دښمن هم نه ؤ كړي، مذمتی ډرامو سره عمران خان ځان نه شي خلاصولې، عمران خان به قانون سره مخ كېږي۔د خالي په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل عمران خان هره ورځ يوه نوي ډرامه كوي او دهړكے وركوي،په وړومبي ځل معلومه شوه چې قانون سره مخ كيدل څه څيز وي۔ عمران خان 14مياشتو راهسې زمان پارك كښې تماشا جوړه كړي۔دي ووئيل عمران خان د فارن فنډنګ، توشه خانه غلا او خپلي لور ټیریان کیسز څخه بچ كيدو لپاره منصوبه بندی کړې وه چې په كوم كوم ځائې به بريد كولې شي۔ وزیر اطلاعات ووئيل ټول قام وكتل چې په 9 مئی څه شوي،د 9 مئي په پېښه ټول قام غمجن دې۔دي ووئيل د هېواد په 75 كالو تاريخ كښې كوم دښمن هم داسې كار نه ؤ كړې كوم چې ده وكړو، پی ټی آئی شر خوښو او ترهه ګرو حساس تنصیبات، روغتونونه ، سکولونه ،جوماتونه ، ایمبولینسز هم سوزولي دي ، د کور کمانډر کور سوزولې شوي او د شهيدانو د یادګارونو بے حرمتی شوي۔ مرېم اورنګزیب ووئيل د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل د وردۍ داسې تضحیك شوي او په وردۍ كشې د ملبوس شهيدانو یادګارونه سوزولې شوي په دې په ګاونډي هېوادو كښې خوشحالۍ لمانځلې شوي۔دي ووئيل د 9 مئی قامی پېښه د عمران خان منصوبه بندی وه او هغه هم د دې ماسټر مائنډ دې، د دې ګوند د مشرانو آډیوز موجود دي چې پكښې هغوي شر خوښو ته د شر خوښۍ سپارښتنه كوي۔دي ووئيل د يو سازش له مخې دا پېښه د عمران خان منصوبه بندی كښې شوي۔ وزیر اطلاعات ووئيل په 9 مئی پېښه شوي او په 19 مئی د هغې غندنه شوي لكه چې په خپلو ګناهونو پرده اچولو لپاره شوي ځكه چې اولس په ترهه ګرغ بشپړه ردعمل ښودلي۔دي ووئيل اولس نه غواړي چې سکول، روغتون او جومات وسوزولې شي او د شهيدانو یادګارونه په نښه كړې شي۔دي ووئيل د اولس ردعمل عمران خان مجبور کړې په دې هغه مذمتی ډرامه وكړه۔ مذمت سره نه شي خلاصيدلې دا هغه يواځي په خپلو ګناهونو د پردي اچولو لپاره كړي۔د يوي پوښتني په ځواب دي ووئيل د حكومتي وياندي په هيڅ وايم چې په حکومت هيڅ ډول پریشر نشته،د حکومت کار وي چې هېواد او وګړو له تحفظ وركړي،د انسانی حقوق پامالی به نه شي كولې ، كوم خطونه چې ليكلې كېږي هغه دي په خپل کرتوت هم غور وكړي ، کیپیټل هلز بريد كونكي نن هم په زندانونو كښې دي چې پكښې ميرمني هم دي،مونږ هغه وخت هم د دې ډول اقداماتو غندنه كړي وه او اوس ئې هم كوو۔د يوي بلي پوښتني په ځواب دي ووئيل سیاسی شهیدان ډنډوري كوي او په ډنډورو اډانه سياست كوي كوم چې د حكومت په موده كښې د پراختيا ډنډوري خپروي، حکومت به خپله آئینی موده پوره كوي۔د پی ټی وی سپورټس او پی ټی وی په اړه دي ووئيل چا چې په پی ټی وی ډاکه اچولي بايد پلټني وكړې شي۔ دي ووئيل انتظامیي اقدامات سره د پی ټی وی سپورټس تاریخی ریونیو ترلاسه كړي۔ پی ټی وی اکیډمی، ریډیو اکیډمی، انفارمیشن سروسز اکیډمی ضم کولو سره به د ټول پاکستاني وګړو لپاره اوپن کولې شي، جون مياشت كښې به د خبريالانو ٬میډیا، اداکارو او فلم جوړونكو لپاره ټریننګ ماډیول اوپن کولې شي۔د پی ټی آئی په دور كښې په پی ټی وی ډاکه اچولې شوي ، پی ټی وی سپورټس جنازه وېستلو هڅه شوي، موجوده انتظامیه او د اطلاعاتو او خپرونو وزارت نه يواځي په هغې قابو موندلې بلكه پی ټی وی سپورټس تاریخی ګټه ترلاسه كړي۔د يوي پوښتني په ځواب وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل آډیو لیکس په اړه انکوائری کمیشن ایکټ 2017ء ترمخه درې كسيزه جوډیشل انکوائری کمېشن جوړ شوي، جسټس قاضی فائز عیسیٰ په مشرۍ كښې دغه کمېشن کار كوي،دغسې بلوچستان او د اسلام آباد هائی کورټس چیف جسټس صاحبان د دې کمېشن غړي دي،دغه کمېشن د آډیو لیکس پلټني كوي۔ کمېشن به په 30 ورځو كښې خپل رپورټ وړاندې كوي۔
عمران خان د آرټیفیشل انټیلیجنس څه عكس جنریټ کولو سره ټویټ کړې او د امنيتي اهلکارو تضحیك ئې كړې، داسې كومه پېښه رامخې ته شوي نه ده، كه انسانی حقوق خلاف ورزي شوي نو هغه د عمران خان د لاسو شوي۔ مرېم اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں