پېنډې 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې دا هېواد اوس د كانټنر٬ دروغو او انشار سياست نه شي زغملې٬ د دهرنو او احتجاج دور تېر شوے٬ اوس ټولو لپاره نېټه كال 2018م ده٬ ټول ??ې وزيراعظم محمد نواز شريف سره په ګډه د هېواد او قوم خدمت وكړي٬ د پاركونو ابادېدل په ترهګرې كښې د كمي نښه ده٬ نواز شريف په تېر وخت كښې هېواد ته هغه ډالې وركړې دي چې خواږه ئې اوس ترلاسه كېږي۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په نواز شريف پېنډې كښې د پي اېچ اے تر سيوري د ګل داودي د نندارتون نه پس خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ دوهمې وزير ووئ??ل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت پرمختيائي كارونو لپاه عملي اقدامات كوي۔ وزيراعظم څو ورځې وړاندې د 26 روغتونونو جوړولو اعلان كړے او په سندھ كښې ئې د ماس ټرانزټ بس پېل كولو اعلان كړے كوم به چې د سندھ اولس لپاره د وفاق لخوا يوه ډالې وي۔ هغې ووئ??ل چې په هېواد كښې د ګرانې شرح تر ټولو كمه ده۔ وزيراعظم د روغتيا انشورنس پرګروام پېل كړے٬ د پېنډې خلقو ته د مېټرو بس ډالې وركړې شوې۔ د بلاول ??ھټو د غوښتنو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئ??ل چې په څلور غوښتنو دې سياست ونه كړې شي۔ د ??ې څخه وړاندې مريم اورنګزېب د ګل داودي د نندارتون پرانسته وكړه او د پي اېچ اے هڅې ئې وستائيلې
د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب په پېنډې كښې د ګل داودي د نندارتون نه پس خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم