چكوال 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې اپوزيشن چې څنګه پوځ په نښه كو??، په تاريخ كښې د دې مثال نشته، هغه ژبه كارول كېږي كو??ه چې هند د پاكستان او پوځ په ضد كاروي، په وړومبي ځل اپوزيشن پوځ، سرلښكر او د آئي اېس ائي مشر په نښه كو??، خبرې د جمهوريت كو?? او پوځ ته په اقتدار قبضې كو??و لپاره وائي، د چا په كرپشن چې د ټولې نړۍ په مجلو او ورځپاڼو كښې مضمونونه چاپ شوي دي او ډاكومېنټرې جوړې شوې دي، نن هغه د غلا پېسه بچ كو??و لپاره فشار اچوي، كه دوي ته مو اېن آر او وركړه نو د دې نه لويه غداري به هېواد سره كو??ه بله نه وي، د يو زوې او د بل لور اېن آر او لپاره غونډې كو??، د دوي قابليت يوازې دا دے چې د دوي پلاران تر ټولو كرپټ دي او دوي د حلال په پېسو نه دي پالل شوي، د عام وګړي په ژوند كښې بهتري راولو، په هېواد به د قرض بوج كم كړو، د ځائي حكومتونو نظام سره به د تعليم ، روغتيا، ګورننس او پوليسو نظام بهتر كړو، داسې منصوبه جوړوو چې په هېواد كښې څوك هم وږې اوده نه شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په چكوال كښې د پوهنتون د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته په خپله وې??ا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې خوشحاله يم چې نن په چكوال كښې داسې پروژې راوړلو سره راغلے يم د كو??و په نتيجه كښې چې ټولنې بدلېږي، بدلون د ذهن بدلېدو سره راځي. وزيراعظم ووئيل چې چكوال، جهلم او ميانوالي داسې سيمې دي د كو?? ځائ نه چې په لويه شمېره خلق په پاك پوځ كښې خدمات ترسره كو??. د دې سيمو خلقو هېواد لپاره قر??ان?? وركړې دي خو له بده مرغه د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل اپوزيشن په پوځ داسې بريد كړے چې په تاريخ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي. د دې څخه وړاندې په جنرل ﴿ر﴾ مشرف هم تنقيد شوے و خو هغه په سياست كښې و او د هېواد صدر و. اوس چې كو??ه ژبه د پوځ په ضد كارول كېږي، هغه د هندوستان ژبه ده. هند د پاكستان او د پاك پوځ په ضد پروپېګنډې لپاره داسې ژبه كاروي. اروپائي اېتلاف دا انكشاف كړے چې هند داسې 700 جعلي وېب پاڼې جوړې كړې وې د كو??و د لارې به چې د پاكستان او د پاكستان د پوځ په ضد پروپېګنډا كېده. د مړو خلقو او د جعلي ورځپاڼو په نومونو هم وېب پاڼې او اكاٶنټس جوړ كړے شوي وو او مقصد ئې دا و چې د پاكستان په ضد داسې پروپېګنډا وكړې شي چې په پاكستان كښې څوك سرمايه كاري ونه كړي او د پاكستان پوځ كمزورې شي. دا د يو ترهګر او د روګ آرمي په توګه وړاندې كړې شي. دا هم معلومه شوې د دې وېب پاڼو او د اكاٶټس د لارې كو?? چې پوځ بدنامولو لپاره كارول كېدې، اے پي ډي اېم پروموټ كو??ې شو. وزيراعظم ووئيل چې څوك دې د دوي نه پوښتنه وكړي چې كه درغلي شوې نو آيا دوي په كو?? فورم د درغلې شكايت كړے، دوي كو?? ثبوتونه نه لري ځكه ئې پوځ په نښه كو?? پېل كړي دي. وزيراعظم ووئيل چې د 30 كلونو نه د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشرانو هېواد لوټلې. دوي به يو بل ته غله وئيل، د يو بل په ضد ئې مقدمې جوړولې، يو بل ئې په زندانونو كښې اچولي وو او اوس د غلا پېسه بچ كو??و لپاره يو شوي دي او پوځ په نښه كو??. وزيراعظم ووئيل چې پاك پوځ هېواد لپاره قر??ان?? وركوي، د پاكستان په ضد چې كو??ه ترهګري كېږي، مونږ ته معلومه شوې چې د كو?? ځائ نه كېږي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ د چين نه زده كړي دي چې خپل خلق څنګه د غربت نه بهر كو?? دي. پنځه كاله پس به په نظر راشي چې غربت ډېر كم شوے. مونږ داسې نظام راوړو چې څوك به هم وږې نه اوده كېږي.
اپوزيشن چې څنګه پوځ په نښه كوي، په تاريخ كښې د دې مثال نشته. د وزيراعظم عمران خان د چكوال پوهنتون د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر