اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې نن به انشاءالله د پاكستان د بېلا بېلو سيمو نه قافلې د اسلام آباد په پلو روانېږي. د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل چې سبا د اتوار په ورځ په پرېډ ګراٶنډ اسلام آباد كښې يوازې يو غونډه نه ده كېدونكې بلكې يو تاريخ جوړېدونكې دے. ده ووئيل چې د اګست 14مه نېټه د آزادې ورځ ده، د پاكستان په تاريخ كښې به د مارچ 27مه نېټه د حقيقي آزادې ورځ جوړېږي، راووځئ د پاكستان په خاطر.
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن