اسلام آباد 25 جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د24 چينل خبريال سره د عوامي مسلم ليګ صدر شېخ رشيد لخوا د بدتميزۍ پیښې غندنه كولو سره وئېلي دي كله هغوي سره د پوښتنې ځواب نه وي نو هغوي په خبريالانو ټكونه كوي٬د پي ټي آئي او د هغوي د اتحاديانو تاريخ دا دے چې هغوي تل په خبريالانو د فشار اچولو هڅه د لاسه نه ده وركړې۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل شېخ رشيد ته دې معلومه وي چې نن هغه چرته ولاړ دے په دې كښې د خبريالانو او د مېډيا ځانګړې كردار دے۔دې ووئيل مونږ خبريالانو سره د دې ډول رويې غندنه كوو٬شېخ رشيد صېب له په خپله رويه بخښنه غوښتل پكار دي۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام