اسلام آباد 12 اپرېل (اے پی پی) ص??ر مملکت ډاکټر عارف علوی د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې ټول ق??م د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي او يو موټې دې۔د ایوان صدر پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ص??ر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د پاك پوځ د شهيدانو كورنيو سره ټیلیفوني تماس په مهال كړي۔ صدر په 8 اپرېل جنوبی وزیرستان كښې شهيد شوي نائیك فضل جانان كورنۍ سره رابطه وكړه۔ده په 8 اپرېل خېبر باړه كښې د شهید شوي نائی?? نذیرالله محسود او نائب صوبیدار حضرت ګل کورنيو سره هم په ټيلفون د افسوس څرګندونه وكړه۔ ص??ر مملکت په 5 اپرېل جنوبی وزیرستان كښې د شهید شوې سپاهی حامد رسول ورور سره هم په ټيففون خبري اتري كړي۔ ډاکټر عارف علوی د ترهه ګرۍ په ضد شهيد شويو كسانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول ق??م د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له يو موټې دې۔ ص??ر مملکت ووئيل ټول ق??م د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدانو خذمات ته سلام كوي۔ده د شهيدانو لوړو درجو ??پاره دعا اوكړه او د قام د اړخه ئې د شهيدانو د كورنيو مننه وكړه۔ ص??ر مملکت د شهيدانو د كورنيو زغم لپاره هم دعا اوكړه۔
ټول قام د ترهه ګرۍ ختمولو له يو موټې د، صدر مملکت د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي
Wild Bandit APP game platform download
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania