اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) د توان وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د سی پېک لاندې شنګھائی تھرکول منصوبې څخه د برېښنا پېداوار په باقاعده توګه پېل شوے چې ورسره به په قامي ګرډ سسټم كښې د نورې 1320 مېګاواټ برېښنا اضافه اوشي او دې منصوبې سره د ځائي ت??ركول څخه د برېښنا مجموعي پېداوار 2640 مېګاواټ ته رسېدلے دے۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې پي ډي اېم حكومت بېلو پرمختيائي كارونو سره سره د برېښنا په منصوبو هم تندۍ سره كار كوي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د توان وفاقي وزير وو??يل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې اوسني حكومت يواځې په لسو مياشتو كښې د تھر کول ځايي وسائلو په مرسته په سسټم كښې په مجموعي توګه 1980 مېګاواټ ارزانه برېښنا شامله كړې ده۔ خرم دستګير وو??يل صنعتي صارفينو لپاره د برېښنا لوډشېډنګ نه كېږي٬ د برېښنا غلا مخنيوي له نوې اېډوانس ميټرز لګولې شي۔ وفاقي وزير خرم دستګیر وو??يل آئی اېم اېف سره د روان مالي كال ټولو چارو په اړه لوظنامه شوې ٬ راروان مالي كال لپاره هغه ځينې ګارنټي غواړي۔ وفاقی وزیر وو??يل په تھر كښې د 175 ا??ب ټنه سكرو پنګې شتون لري او دې څخه يو لاكه مېګاواټ برېښنا پېدا كېدې شي۔ ده وو??يل لا 100 مېګاواټ برېښنا درآمد كولو له ایران ګوادر لائن بشپړ كړے شوے او وزيراعظم به ډېر زر د دې پرانسته وكړي۔ ده وو??يل د ګران فرنس آئل په ځاے به سكرو څخه د ارزانې برېښنا پېدا كولو ته پام لرنه كوو۔ ده وو??يل د دې سنګ ميل ترسره كولو له په مرسته كولو د سندھ اعلی وزير سي?? مراد علي شاه او د سندھ د توان وزير امتياز شېخ په شمول د ټول مشرتابه مننه كوؤ
شنګھائي تھركول منصوبې څخه د برېښنا پېداوار پېل شو٬ په قامي ګرډ كښې به د نورې 1320 مېګاواټ برېښنا زياتوالے راشي٬ خرم دستګير
Extremely Hot 5 Supreme APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil