لاله موسٰی 28 نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي په آئين او قانون د عملدرآمد څخه د هېواد پرمختګ ممكن دے٬عمران خان دې په مخالفينو د دروغو تورونه لګولو او د سهارو لټولو نه په ځاې زمونږ مقابله وكړي٬حكومت د سېلاب ځپليو هر ممكنه مرستې له هڅب كوي۔د ګل په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه ده يوې دستور?? ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل په هېواد كښې د اوسني سېلاب له امله درې نيم كروړه خلق ځپلې شوي٬معيشت ځپلے شوے خو حكومت خپل وسائل كارولو سره د سېلاب ځپليو هر ممكنه مرستې كولو له هڅې كوي٬د سېلاب له امله په پرمختيائي كارونو كښې خنډان رامخ?? ته شوي خو حكومت به اوس ډېر زر پرمختيائي كارونه ترسره كوي۔ده ووئيل د روس او يوكرائن جنګ او نورو عوامل په سبب په ټوله نړۍ كښې ګراني راغلې او پاكستان هم د دغې په زد كښې راغلے ٬د ستونز?? باوجود مونږ خپلې ذمه وارۍ په بشپره توګه د ادا كولو هڅه كوو۔ده ووئيل په لاله موسٰی كښې بېلې پرمختيائي پروژې پېل شوي٬د سوئي ګيس كمي په سبب په نوې كنكشن وركولو بندېز دے٬هيله ده چې ډېر زر به ختم شي بيا به د سيمې اولس چا ته چې د ګيس آسانۍ ترلاسه نه دي هغوي ته به د دې آسانۍ وركولو لپاره اقدامات كولې شي۔ده ووئېل په آئين او قانون د عملدرآمد څخه د هېواد پرمختګ ممكن دے٬عمران خان دې په مخالفينو د دروغ تورونه لګولو او د سهارو لټولو نه په ځاې زمونږ مقابله وكړي٬په خپل دور كښې عم??ان خان په پخواني وزيراعظم نواز شريف او د هغه په كورنۍ د دروغو مقدمو د لارې ظلم كړے٬دغسې پخواني صدر آصف علي زرداري او د هغه د كورنۍ غړي هم د مقدمو په بنياد د سياسي انتقام سره مخ شوي ۔ده ووئيل مونږ د جمهوريت لپاره هڅې كړې او عم??ان خان د جمهوريت لپاره خطر دے ۔پاك پوځ واضحه كړې چې ادارې دې د سياست څخه لرې وساتلې شي او عم??ان خان غواړي چې ادارې د هغه لپاره مداخلت وكړي٬ ده ووئېل عم??ان خان دې اوس د سهارو په ځاې زمونږ مقابله وكړي۔ده ووئيل دومره قرضې مونږ په 30 كلونو كښې نه دي اخستې څومره چې عم??ان خان په درې نيمو كلونو كښ?? اخستې دي٬د عم??ان خان د رېكارډ قرضونو په سبب د هېواد په معيشت اثر پريوتے خو هغه تورونه په مونږ لګوي۔
په آئين او قانون د عملدرآمد څخه د هېواد پرمختګ ممكن دے٬عمران خان دې په مخالفينو د دروغ تورونه لګولو او د سهارو لټولو په ځاې زمونږ مقابله وكړي۔قم الزمان كائره
Macau Dream APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : ریل رش