اسلام آباد 10اکتوبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي د كال 1971 نه پس د اوسني سيلاب په وجه ??اكستان د تاريخ ناوړه دور څخه تيريږي دغسې زمونږ اپوزېشن په اولسو غونډو كښې د وګرو څخه د جرمن نازيو غوندې سوګند اخلي بايد هغه په دې د قام څخه بخښنه وغواړي٬مونږ جمهوري او امن ناكه وګړي يو٬د تشدد لاره نه خپلوو٬كه هغوي په وګړو تشدد وكړو نو بيا مونږ هم چپ نشو پاتې كېدے٬وګړي د هغوي په لانګ مارچ كښې نه راځي٬كه هغوي محفوظ لاره غواړي نو مونږ هغوي له وركولې شو خو كه هغوي د كوتكو سره راځي نو بيا به دفعه 144 نافذ كېږي۔د ګل په ور?? په قامي اسمبلۍ كښې د قاعده 259 ل?? مخې په هېواد كښې د سيلاب په صورتحال بحث كښې وفاقي وزيرې ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې د سيلاب له امله لويه تباهي شوې۔د ملګرو ملتونو غړو دا حالت ليدلے دے او په دې ډېر زيات دړېدلې دي٬دا د نړۍ د تاريخ لوي سيلاب ؤ ٬ دې ووئېل 33 ملين وګړي ځپلې شوي ٬ د دغه كسانو مرستې ته اړتيا ده٬اوس هم 2008 ملين وګړي ستونزو سر?? مخ دي٬په داسې صورتحال كښې د هيواد د معمول كاروبار څنګه چلېدے شي٬ وفاقي وزيرې د 1700 څخه زيات كسان مړه شوي٬ 13 زره كسان ژوبل شوي٬ 33 ملين ځپليو كښې 70 فيصد مېرمنې او ماشومان دي٬په دغه ميرمنو كښې 6 لكه څخه زياتې ميرمنې امېدوارې دي۔دې ووئيل و??يراعظم او خارجه ??زير په ټوله نړۍ كښې دغه مقدمه كوي چې كوم هم حكومت په يواځې ځان دا نشي سنبهالولې۔دې ووئيل ځپلې كسان په عزت سره خپلو كورونو كښې آبادول دي٬له بده مرغه مونږ دا مقدمه په خپل هېواد كښې هم كوو۔زمونږ پرمختيائي فنډ هم ځپلے شوے٬دې ووئيل د سيلاب له امله وبائي رنځونه هم خپرېږي د كومو مخ نيوي لپاره چې زمونږ ادارې هلې ځلې كوي۔
د سيلاب له امله پاكستان د تاريخ يو ناوړه دور څخه تيريږي۔سينيټر شيري رحمان
Football Studio Dice Online Website
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے