اسلام آباد۔2 دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره په پاكستان كښ?? د ازبكستان سف??ر علي شير توقتايوف ملاقات وكړو۔ د تجارت وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د ګل په ورځ په شوي ملاقات كښ?? د دواړو هېوادونو ترمينځه د كاروباري موقعو ٬ دوه اړخيزه اړيكو ٬ سيلګر?? او كلتوري تړون په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تجارت وفاقي وزير د ازبكستان د بنيادي اډانې او تند پرمختګ ستائنه وكړه۔ ده وو??يل په ازبكستان كښ?? د رېلوے نظام زيات فعاله دے۔ وفاقی وزیر د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په دې وروستيو كښ?? په پېل كړې شوو پروازونو هم خبرې وكړې۔ جام کمال وو??يل د دواړو هېوادونو ترمينځه فضائي سفر زياتولو سره سره د دې د آسان جوړولو هڅې هم روانې دي٬ د وېزې عمل آسان جوړولے شي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت ا?? سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ د ازبكستان سفير وو??يل د كركيلې ٬ خوراك دواساز?? او سېلګرۍ په څير څانګو كښ?? دوه اړه تجارت زياتولو ته اړتيا ده۔ ده وو??يل همكاري زياتولو ٬ كاروباري اړيكو ته وده وركولو او لارښودنې لپاره ازبك سفارتخانه 24 ساعته پرانسته ده۔ جام کمال خان تجارتی او سفری رابطې ته وده وركولو له ځائي ايئر لائنز سره د همكار?? او د وزيراعظم شهباز شريف د ازبكستان ممكنه دورې په مهال په بزنس ټو بزنس (بی ټو بی) د خبرو كولو وړاندېز وركړو۔ د ملاقات په پايه كښ?? وفاقي وزير د ازبكستان صدر او نورو عهدېدارانو له مباركي هم وركړه
وفاقي وزير جام كمال خان سره د ازبك سفير علي شير توقتايوف ملاقات ٬ د كاروباري موقعو ٬ دوه اړخيزه اړيكو ٬ سيلګرۍ او كلتوري تړون په زياتولو د خيالاتو څرګندونه
पासा उच्च और निम्न ईमानदार सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب