اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی)لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلاني ??طر سره د شريكې ګټې په څانګو كښې دوه اړخیزه اړیکو ته د نورې پراختیا وركولو په اهمیت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو وروڼرو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو ګنجائش موجود دے ٬ په پاکستان کښې د سرمايه كارۍ فرصتونه شته ، قطري کمپنۍ باید په پاکستان كښې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال څخه ګټه پورته ك??ي۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ??طر سفير علي مبارك علي عيسی الخاطر سره خبرې كولې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلاني د فيفا نړيوال كپ 2022 كاميابۍ سره په ترسره كولو د ??طر ستائنه وكړه۔ ده د پاكستانو وطن یرېښودونكو په كوربتوب كولو د ??طر حكومت ??نن?? هم وكړه۔ د لنډ مهاله صدر وېنا وه چې په ??طر كښی مېشته پاکستانیان د دواړو هیوادونو ترمنځ د كلتوري اړیکو پیاوړي کولو لپاره د یو مضبوط پل كردار ترسره كوي۔ د ??طر سفیر پاکستان د يو کاروبار دوست هېواد په توګه ستائېلو سره ووئيل د ??طر د سرمايه كارۍ وزير به ډېر زر د خپل پلاوي سره د پاکستان دوره وكړي٬ پلاوې به په بېلو برخو کښې د سرمايه كارۍ د امکاناتو جاج واخلي۔ هیله ده چې د وزیراعظم شهباز شریف د ??طر وروستۍ دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ اړيكې لا ژورې شي
د پاكستان او قطر ترمېنځه د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو زياتولو ګنجائش موجود دے٬ سيد يوسف رضا ګيلاني
RSG Electronic Honesty Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ