اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې اندريکا رتوتے په مشرۍ كښې پلاوي د شور?? په ورځ ليدلي۔ د لوړې كچې په پلاوي كښې د ملګرو ملتونو ريذيډنټ ??وآ??ډينيټر محمد يحييٰ، فدي ايل ا?? په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مشن مشر مالک سيسے هم شامل وو۔ وفاقي وزير وزارت په رسېدو د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع د پلاوي مشرې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د پېښو غندنه وكړه۔وفاقي وزير محسن نقوي پلاوي سره په خبرو كښې ووېيل ترهګري يوه عالمګير مس??له ده او پاكستان ترهګرۍ څخه زيات ځپلے هېواد دے٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو٬ پوليس او د وګړو قربانۍ مثال نه لري۔ محسن نقوي په پاکستان كښې په بريدونو كښې د كالعدم ټي ټي پي د ملوث كېد?? په اړه پلاوې خبر كړو۔ ده ووئيل کالعدم ټي ټي پي بريدونو لپاره افغان خاوره كاروي٬ د دې به په هر صورت لاره نيول وي۔ ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې امن او استحکام غواړي ا?? په دې لړ كښې هر ډول ممكنه كردار لوبوي ۔ محسن نقوي ووئيل پاكستان د څو لسيزو راهسې د افغان كډالو مېلمستيا كړې٬ په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو ستنېدل په مرحله وار توګه پېل شوي۔ ده واضحه ك??ه چې د قانوني دستاويزات وړ كسان?? په ضد كاروائي نه كېږي٬ د ويزه او نورو قانوني دستاويزات نه غېر چا ته په پاكستان كښې د پاتې كېدو اجازه نشي وركړې كېدې ٬ ډېر زر به د افغان كډوالو د ستنېدو دوېم پړاٶ پېل شي۔ محسن نقوي د افغان كډوالو بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ د كردار په ضرورت زور رواړو۔ د ملګرو ملتونو خاص استازې اندريکا رتوتے د افغان كډوالو او د دوحه خبرو اترو پحقله د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د افغان كډوالو مس??قل بحالۍ لپاره افغان حكومت سره په ګډه كار كوٶ
وفاقي وزير محسن نقوي سره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
लाइव एंटरटेनमेंट सिटी विश्वसनीय मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ