اسلام آباد 04 جولائی (اے پي پي) په سېنېټ كښې په باجوړ ايجنسۍ كښې د ترهه ګرۍ په پېښ?? كښې د پخواني سېنېټر هدايت الله او د هغه د ملګرو په حق رسېدو د غمرازۍ قرارداد منظوري وركړی شوې ده۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډ?? كښې سېنېټر كامران مرتضٰی قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان 3 جولائي 2024 باجوړ په ډمه ډوله سيم?? كښې د بمي چاودنې په نتيج?? كښې د سېنېټر هدايت الله او د هغه د ملګرو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه ??وي??سېنېټر هدايت تعلق د پخوانې فاټا باجوړ ايجنسۍ څخه وو۔هغه پرله پسې مارچ 2012نه تر مارچ 2018 او مارچ 2018 نه تر مارچ 2024 فاټا څخه د آزاد غړي په ت??ګه منتخب شوې۔سېنېټر هدايت الله تل د قبائېلي سيمو پسمانده اولس حقونو لپاره غږ پورته كړې۔هغه د سېنېټ آف پاكستان يو فعاله غړې پاتې شوے او د هوا بازۍ ٬مواصلات٬صنعت او پیداوار سېنېټ قائمه كمېټو چيئرمېن او نورو قائمه كمېټو غړي په ت??ګه هم وظيفه ترسره كړی۔ټولو غړو كښې د هغه احترام وو۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې ارواښاد سېنېټر تل مهم قانون سازۍ او قومي او اولسي اهميت په نورو مسئلو بحث كښې برخه اخستې۔دا هغه خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې وفاقي او صوبائي حكومتونه دې په هېواد كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره سمدستي او موثره اقدامات وكړي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې مونږ ټول د هغه كورنۍ او ملګرو په غم كښې برابر شريك يو او غم جنو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كوو۔لوے څښتن څخه دعا ده چې هغه ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې وركړي۔سېنېټ رايو اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه
په سېنېټ كښې په باجوړ ايجنسۍ كښې د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د پخواني سېنېټر هدايت الله او د هغه د ملګرو په حق رسېدو د غمرازۍ قرارداد منظوري كړی شو
फ्लेम मास्क भरोसेमंद सट्टेबाजी प्रवेश
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ