اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په اذلان شاه هاكي ټورنمنټ كښې فائنل ته په رسېدو د هاكۍ ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي د?? د ??اكۍ لوبغاړي زمونږ اتلان دي٬ د هاكۍ ډلې يو ځل بيا نن قامي لوبه ژوندۍ كړه٬ د ډلې كاميابۍ ??پا??ه لاس په دعا يو۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد سره د هاكۍ قامي لوبډلې غړو سره په وېډيو لنك خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د لوبو ودې ته زياته پام لرنه كوي۔ په اذلان شاه هاكي ټورنمنټ كښې په زړه پورې كاميابۍ لوبډلې ته مباركي وركولو كښې ده ووئيل د اذلان شاه هاكي ټورنمنټ فائنل به د پي ټي وي سپورټس د لارې نېغه په نېغه ښودلې شي۔ ده ووئيل د سبا مېچ ??پا??ه به په پي ټي وي چېنلز او ورځپاڼو كښې د ډلې په كاميابو رڼا اچولې شي۔ د هاكۍ ډلې د غوره كاركردګۍ ستائنه كولو سره وفاقي وزير ووئيل پاكستان نيوزي لېنډ، ماليزيا او كوريا سره زبردست لوبه كړې او كاميابۍ ئې ترلاسه كړې۔ ده ووئيل ټول قام د هاكۍ ډلې سره ولاړ دے او ستاسو كاميابۍ ??پا??ه لاس په دعا دے٬ ستاسو كاميابي به ټول قام سره په ګډه لمانځو٬ ده ووئېل مونږ د خپ??و اتلانو بېرته راستنېدو ته سترګې په ??ار يو
د هاكۍ لوبغاړي زمونږ اتلان دي٬ د هاكۍ ډلې يو ځل بيا نن قامي لوبه ژوندۍ كړه٬ د ډلې كاميابۍ لپاره لاس په دعا يو۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ د هاكۍ قامي لوبډلې غړو سره په وېډيو لنك خبرې
Fund Emoji Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria