اسلام ??با??۔13اپرېل(اے پی پی) د قومي ا??مب??ۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه په بونير كښې د ترهګرو په ضد د اپريشن په كولو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه او په مړانه د ترهګرو مقابلې كولو په مهال د شهادت لوړې مرتبې په ترلاسه كولو يۍ حوالدار مدثر محمود او لائس نائیک ح??یب جاوید ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ د قومي ا??مب??ۍ سېکرټرېټ ډائرېکټورېټ جنرل آف میډیا لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې سپیکر او دوهم سپيكر د ترهګرو په مړانه د مقابلې په كولو شهيد شويو میړنو فرزندانو حوالدار مدثر محمود او لائس نائیک ح??یب جاوید ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كړې۔ سپيكر او دوهم سپيكر د شهيد شويو اهلكارو غمجنې كورنۍ سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه۔ دوئي ووئيل د ترھګرو نوغې ويستلو له ټول قام د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ د قومي ا??مب??ۍ سپيكر ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې به د وسله والو ځواكونو قربانۍ تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو مطلوب ترهګر سلیم ربانی وژلو سره د خپلو بهترينو صلاحيتونو ثبوت وركړے دے۔ دوئي ووئيل ترهګر او د دوئي سهولت كار د انسانيت دښمنان دي ٬ د كوم رعايت مستحق نه دي۔ دوئ?? به كله هم خپلو ناوړه مقصدونو كښې كامياب نه شي۔ سپيكر او دوهم سپيكر شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔
د سپيكر او دوهم سپيكر په بونير كښې د ترهګرو په ضد د اپريشن په كولو د امنيتي ځواكونو ستائنه
Crazy Time Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق