اسلام آباد20مارچ(اے پی پی)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان دا مهال م??اشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬په ماضي كښې تباهۍ پلو په بوتللو د هېواد ډېر زيان شوے٬اپوزېشن دې په پارليمنټ كښې خپ?? مثبت كردار تر سره كړي دغسې چې هېواد مخ په و??اندې بوتللے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي پروګرام كښې وكړه ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د آئي اېم اېف سره روانې خبرې اترې د ډاډ وړ وګرځولې ٬ ده ووئېل په ه??واد كښې يو داسې سياسي ګوند شته چا چې د آئي اېم اېف دفتر وړاندې به مظاهره كولو په مذاكرات كښې د خنډ رامخې ته كولو هڅه كړې٬دا معاشي ترهه ګري ده ۔احسن اقبال ووئيل هېواد په مستقل توګه په قرضونو او په مرستو نشي چلېدې ٬ مونږ له به اوس خپ?? پیداواري صلاحيت زياتول وي او په ه??واد كښې د ايكسپورټ ايمرجنسي لګولو ضرورت دے۔د يادونې وړ ده تېر كال د منصوبه بندۍ وزارت 5 ايز فرم ورك مرتب كړے ؤ چې پكښې ايكسپورټ٬انرجي٬ايكويټي٬اي-پاكستان او انوائرمنټ شامل دي۔په 5 ايز فريم ورك عملدرآمد لپاره د منصوبه بندۍ وزارت يو جامع منصوبه جوړه كړی او په دې اړه د ټولو وزارتونو څخه تجاويز هم اخلو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان ټولو چمبر آف كامرس له به خپ?? كردار ادا كول وي دغسې چې د كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او نورو څانګو ??ښې ويليو ايډېشن سره په دې څانګو ??ښې نور فعاليت راوستلے شي۔
پاكستان معاشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬هېواد په مستقل توګه په پور نشو چولے ۔احسن اقبال
Power Shot official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس