اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ” د اسلامو فوبيا مخنيوي اقداماتو” سرخط سره د قرارداد په لوي اكثريت د منظورۍ هركلې كړې دې۔ د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ” د اسلامو فوبيا مخنيوي اقداماتو” سرخط سره په لويې اكثريت د قرارداد د منظورۍ هركلې كوي۔ دا قرارداد د او آئي سي لخوا د عمومي اسمبل?? د ??رارداد 76/254 پېروۍ په توګه وړاندې كړې شوې وو په كوم كښې چې 15 مارچ د اسلامو فوبيا د مقابلې نړيوالې ورځې په توګه مقرر كړے شوے وو۔ عمومي اسمبل?? د ??سلمانانو په ضد د امتیازی سلوک، عداوت یا تشدد له د راپارولو پیښو غندنه كړې ده كوم چې د قرآن كريم د بې حرمتۍ ٬ په جوماتونو او نورو مقدس ځايونو او مزارونو د بريدونو د مذهبي عدم برداشت نورو كارروائيو ٬ كركې او تشدد پېښو سبب ګرځي۔ عمومي اسمبلۍ په غړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي دې د مذهبی عدم روادارۍ، منفی دقیانوسی سوچ، كركې او د مسلمانانو په ضد د تشدد مخنيوي له قانون سازي او پالېسي اقدامات وكړي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خصوصي استازي د تعيناتۍ غوښتنې هركلې كوي۔ دا تاريخي تقرري به د خپل نوعيت اولنۍ تقرري وي كوم ېبه چې په خاص توګه د اسلامو فوبيا د لعنت مقابلې لپاره ??قف وي۔ دا قرارداد په يو داسې نازك وخت كښې منظور كړې شو كله چې په نړۍ كښې اسلاموفوبيا مخ په زياتېدو ده چې عكاسي يۍ په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د امتيازي سلوك او پاروؤنكو پېښو د لارې كيږي۔
د پاكستان په عمومي اسمبلۍ كښې ” د اسلامو فوبيا مخنيوي اقداماتو” سرخط سره د قرارداد منظوريدو هركلې
Mahjong official entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری