پېنډۍ 08 فر??ري (اے پي پي) د هېواد وسله والو ځواكونو د كال 2024 انتخابات په سوله ايز او د تشدد نه په پاكه تابيا قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي وسله وال ځواكونه امنيتي ادارو سره په ګډه په انتخابي عمل كښې په بشپړ امنيت وركولو وياړ لري٬ وسله والو ځواكونو د آئيني اختيارات له مخې د انتخابات سوله ايزه تابيا با??ري كړې٬ مونږ هيله لرو چې زمونږ قربانۍ به ځايه نه ځي او دا الېكشن به په پاكستان كښې د جمهوريت د لا مضبوطيا سبب جوړ شي او دا به د پاكستان اولس هيلې ترسره كولو لپاره لاره هواره كړي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د كال 2024 ټولټاكنو كښې نزدې 6 ??ره انتهائي حساس پولنګ سټېشنز كښې 7 ??ره 800 نه زيات كوئيك رسپانس او په مجموعي توګه يو لك 37 ??ره ځوانانو او سول سول آرمډ فورسز محفوظ ماحول با??ري كړے۔ د آئي اېس پي آر له مخې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د 51 بزدلانه ترهګرۍ بريدونو مقصد انتخابي عمل متاثره كول وٶ٬ د دې باوجود پاك پوځ پرعزم ٶ او ګرد هېواد كښې امن او سلامتيا ئې په موثره ډول با??ري كړې، په دې بريدونو كښې د 10 امنيتي اهلكارو پشمول 12 كسان شهيدان او 39 ژوبل شوي، دغسې د فعاله انټيلي ??نس لائحې او په سمدستي توګه د كاروائۍ د لارې يو شمېر ممكنه خطرې ناكامه كړې شوي كوم چې د وګړو د جمه??ري حقونو تحفظ لپاره زمونږ د امنيتي اېجنسو غېر متزلزل عزم څرګندوي، د بېلا بېلو كاروائيو په مهال پنځه ترهګر وژلې شوې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د قانون نافذ كوونكو نورو ادارو مننه كوٶ كومو چې د جمه??ري عمل تحفظ لپاره وسله والو ځواكونو سره په ګډه كار كړے۔ مونږ هيله لرو چې زمونږ قربانۍ به ځايه نه ځي او دا الېكشن به په پاكستان كښې د جمهوريت لا مضبوطيا سبب جوړ شي او دا به د پاكستان اولس هيلې ترسره كولو لپاره لاره هواره كړي۔د ائي اېس پي ار تر مخه وسله وال ځواكونه په هېواد كښې د سولې ثبات په ځائ ساتلو عزم لري او زمونږ د رياست د جمه??ري رواياتو تحفظ لپاره د غېر متزلزل ملاتړ لپاره چمتو دي
وسله والو ځواكونو د كال 2024 انتخابات په سوله ايزو او د تشدد نه په پاكه تابيا قام له مباركي وركړه
Fortune Lion Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔