اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي په مقبوض?? جمو و کشمير به د هند غاصبانه قبضه تر ډېرې مودې نه وي٬ هلته به د سيد علي ګېلاني غوندې خلق به راپېدا كېږي۔ صدر دا خبرې د زيارت په ورځ د ??ري?? لارښود سيد علي ګېلاني د جنازئ غائبانه مونځ ادا كولو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ د ارواښاد غائبانه جنازه د پارلمان په چمن كښې وشوه چې پكښې پارلماني غړو٬ وزيرانو او د آزاد جمو و كشمېر صدر او وزيراعظم نه علاوه نورو سياسي شخصياتو هم ګډون وكړو۔صدر سيد علي ګېلاني ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مقبوض?? جمو و کشمير تر آزادۍ به دغسې ??ري?? پسند راپېدا كېږي۔ ده ووئيل په مقبوض?? جمو و کشمير كښې په مسلمانانو ظلمونو سره سره هند كښې اقليتونو سره ناوړه سلوك د افسوس وړ دے كوم چې به د هند د بربادۍ سبب جوړېږي څوك چې خپله هند كښې د تعص?? او اقليتونو په ضد د كركې اور تازه كوي۔ صدر ووئيل ملګرو ملتونو د مقبوض?? جمو و کشمير اولس ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لوظ ترسره نه كړو چې ورسره د ادارې تشخص ځپلے شوے۔ ده ووئيل د كشم??ري??نو قربانۍ به بې ځايه نه ځي او د دوي د آزادۍ نمر به څيره وهي
په مقبوضه جمو و کشمير به د هند غاصبانه قبضه تر ډېرې مودې نه وي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د نوموړي حريت لارښود سيد علي ګېلاني د جنازې غائبانه مونځ ادا كولو نه پس ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا