اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د كال 1965 جنګ په مهال د هند د جارحيت په ضد د خوږ وطن په كاميابۍ دفاع كوونكو اتلانو او د شهيدانو جرات او بهادرۍ ته سلام كولو سره وئېلي دي پاك فضائيه د هېواد وياړ دے٬د خوږ وطن دفاع لپاره په هره موقع خپل غوره ميراث ژوندے ساتلو لپاره هر وخت چمتو وي۔د پاكستان ايئر فورس ډے په موقع په خپل پیغام كښې صدر مملكت ووئيل د ستمبر 7مه نېټه په ټول هېواد كښې د پاك فضائيه ورځې په توګه لمانځلې شي چې پكښې د پاك فضائيه هغو اتلانو او شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندلې كولې شي كومو چې جرات او بهادرۍ سره د خوږ وطن٬د دې د پولو او د فضائي حدود دفاع كړې او په كال 1965 كښې يې د پاك هند جنګ په مهال د وظيفائي مهارت څرګندونه كولو سره د څو چنده لويې بريد كونكي ناپاك عزائم شنډ كړي۔صدر ووئيل زمونږ پائلټانو نه يواځې د هند جارخانه عزائمو ته ماتې وركړي بلكې د بې مثاله مهارت او جرات مظاهره يې كړی او د جنګ په مهال يې مكمل فضائي برتري ترلاسه كړی۔ده ووئيل مونږ د خپلو هغو پائېلټانو مهارت او صلاحيتونو ته پېرزوينې وړاندې كوو په خاص توګه غېر معمولي پائېلټ اېم اېم عالم ته كوم چې د يوې دقيقي نه هم په لږ وخت كښې د هند پنځه الوتكې راغورځولې وې۔عارف علوي ووئيل پاك فضائيه د هېواد وياړ دے٬د خوږ وطن دفاع لپاره په هره موقع خپل شاندار ميراث ژوندے ساتلو لپاره هر وخت چمتو وي۔ده ووئيل مونږ پي اے اېف د قدرتي آفتونو لكه وبائي رنځونو٬سېلاب او زلزلو په مهال د خپلو وطن والو مرستې لپاره تر ټولو وړاندې وينو۔په هېواد كښې په دې وخت كښې د سپر فلډ په مهال د ځپليو په مرسته كښې د پي اے اېف خذمات د ستائنې وړ دي۔صدر مملكت ووئيل زه باور لرم چې د قامي فخر په دې ورځ به پي اے اېف يو ځل بيا د خپل لوظ پخلے وكړي چې هغه به وطن سره د مينې او اتحاد د كال 1965 جذبې تر مخه د پاكستان دفاع ٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خپلې هڅې زياتې كړي
پاك فضائيه د هېواد وياړ دے٬د خوږ وطن دفاع لپاره په هره موقع خپل غوره ميراث ژوندے ساتلو لپاره هر وخت چمتو وي۔د صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان ايئر فورس ورځې په موقع پیغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری