اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي د حكومتي اقداماتو له امله د يوريا سرې شتوالے او د بيعې صورتحال كښې ښه والې راغلے ٬د سرې بورۍ بيعه 4451 روپو ته راغلې ٬هيله ده چې راتلونكو ورځو كښې به د يوريا سرې بيعه كښې لا كمے راشي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر ذيشان خانزاده د پام راګرځولو پوښتنې په ځواب كښې نګران وزير مرتضٰی سولنګي ووئيل كركيله زمونږ د جي ډي پي نزدې څلورمه برخه ده٬كركيله هغه څانګه ده چې پكښې زمونږ 40 ف??صد?? ليبر فورس كار كوي٬ دوه لكه شل ز??ه ټنه يوريا په دې وروستيو كښې درآمد كړې شوې۔ده ووئيل د ربيع سيزن په اړه د يوريا سرې د شتون اندازه 35 لكه ټنه وه٬ابتدائي بيلنس 77 ز??ه ټن ؤ او 32 لكه 80 ز??ه ټنه ځايې پېداوار ؤ ٬ ده ووئېل د يوريا سرې دوه كارخانې د جنورۍ څخ?? تر مارچ بندې دي چې له امله يې ځايې پیداوار كښې 2 لكه 25 ز??ه ټنه كمے راغلے ٬فوجي فرټيلائزر بن قاسم پیداوار كښې د ګاز كمي په سبب د يوريا پیداوار كښې سږ كال يو لك 80 ز??ه ټنه كمے رامخې ته شوے
د حكومتي اقداماتو له امله د يوريا سرې شتوالے او د بيعې صورتحال ښه شوے۔ مرتضٰی سولنګي
Shuangfu official entertainment official website
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa