اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سپارښتنه كړې چې د سرې د ذخيره كوٶنكو او د ناجائز?? منافع خورو په ضد دې قانوني كاروائي اوكړې شي، د سرې په ذخيره كولو د كسانانو استحصال كوٶنكي به ونه بخښلې شي ، د يوريا په طلب او رسد دې كره نظر وساتلے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې هېواد كښې د يوريا سرې شتوالي پحقله د لوړې كچې غونډې وشوه ۔ په غو??ډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل ګرد ه??واد كښې د يوريا سره د ضرورت له مخې موجود ده۔ ده ووئيل د س??ې ذخيره كوٶنكو او د ناجائز?? منافع خورو په ضد دې قانوني كاروائي وكړې شي، د سرې په ذخيره كولو د كسانانو استحصال كوٶنكي به ونه بخښلې شي۔دغسې وزيراعظم امر وكړو چې ګرد ه??واد كښې د يوريا سرې تر كسانانو ترسيل اسان كړئ، د يوريا په طلب او رسد دې كره نظر وساتلے شي۔ وزيراعظم تاکيد وكړو چې اړوند وفاقي وزاتونه دې صوبائي حكومتونو ته د يوريا پېداوار او رسد شمېرې وركولو سره د ذخيزه كوونكو لاره نيولو لپاره په كاروائي كښې معاونت باوري كړي۔ دغسې غو??ډه خبر كړې شوه چې زيات سټاك لپاره 2 لكه مېټرك ټن يوريا درامد كولې شي۔ په غو??ډه كښې د خزانې لنډمهاله وزېرې ډاکټر شمشاد اختر، د توان نګران وفاقي وزير محمد علي٬ د غذائي تحفظ نګران وفاقي وزير کوثر عبدالله ملك، د تجارت نګران وفاقي وزير ګوهر اعجاز، نګران اعلٰې وزيران او اړوندو سركاري چارواكو ګډون كولو ۔
د يوريا په طلب او رسد دې نظر وساتلے شي٬ د سرې د ذخيره كوٶنكو او د ناجائزه منافع خورو په ضد دې قانوني كاروائي اوكړې شي۔ د نګران وزيراعظم سپارښتنه
Circus Joy Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس