اسلام آباد۔6جولائی(ا?? پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تجديد وړ انرجي د لوظنامې هركلي كو??و سره وئيلي چې د دې لوظنامې عملي كو?? تندۍ سره باوري كو??ې شي٬ د دې لوظنامې له مخې د تجديد وړ انرجۍ صلاحيت 10 زره مېګاواټه دے٬د پاكستان آئي اېم اېف سره لوظنامه كښې متحده عرب اماراتو مهم رول لوبولې دے۔ په هر سخت وخت كښی متحده عرب اماراتو د پاکستان ملاتړ کړے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تجديد وړ انرجۍ په اړه د مفاهمتي يادښت د لاسليك كو??و غونډې ته د وينا په مهال وكړه۔ په دې مهال د كاپ 28 صدر او د متحده عرب اماراتو د موسمياتي بدلون خاص استازې ٬ د صنعت او ټېكنالوجۍ وزير ډاكټر سلطان احمد الجابر هم خپل پلاوي سره موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې زه د متحده عرب اماراتو پلاوي ته هركلې وايم۔ په كاپ 28 كنفرنس كښې د ګډون په بلنه د متحده عرب امارات د صدر مننه كو??۔ ده ووئيل د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تجديد وړ انرجي لوظنامه د هركلې وړ ده٬ دا د سولر انرجۍ او د بادي برېښنا پشمول د تجديد وړ انرجۍ په برخو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د همكارۍ په زړه پورې موقعه ده٬ د متحده عرب امارات كمپنۍ دې په دې څانګه كښې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل مونږ د بهرنیو سرمايه كارو د جلبولو لپاره یو ښه پلان جوړ کړے دے۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تجديد وړ انرجي منصوبې صلاحيت لس زره مېګاواټه دے٬ د پنجاب٬ بلوچستان په شمول نورو سيمو كښې د نمر رڼا كارول كېدې شي او په سندهـ او خېبر پښتونخوا كښې ونډ پاور څخه استفاده كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ به د تفاهم دا يادښت په لوظنامه كښې بدلولو سره په دې تندۍ سره عملدرآمد باوري كړؤ۔ ده ووئيل د پاكستان آئي اېم اېف سره لوظنامه كښې متحده عرب اماراتو مهم رول لوبولې دے۔ په هر سخت وخت كښی متحده عرب اماراتو د پاکستان ملاتړ کړے۔ ده ووئيل د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د متحده عرب اماراتو حكومت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كو??۔ ده ووئيل د سعودي د سعودي عربستان، چین او متحده عرب اماراتو له مرستې پرته دا لوظنامه ممكن نه وه ، د خزانې وزیر اسحاق ډار او د هغه د ډلې هم مننه كو?? كو??ې چې بشپړه خواري وكړه۔ د كاپ 28مشر او د متحده عرب اماراتو د موسمياتي بدلون استازي او د صنعت او ټېكنالوجۍ وزير ډاکټر سلطان احمد الجابر په خپلو خبرو كښې ووئيل زه په زړه پورې کوربه توب كو??و د پاكستان مننه كو?? او د متحده عرب امارات د صدر لخوا پاكستاني حكومت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كو??۔ ده ووئيل پاكستان او متحده عرب امارات خاص دوستانه او د ورورولي اړيكې او دوامداره هكاري لري٬ مونږ د نويو فرصتونو په موندلو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستانه اړيكو د پياوړي كو??و هڅې كو??۔ ده ووئيل په كاپ 28 كنفرنس كښې به د موسمياتي بدلونو مخنيوي له د نتيجې وړ او بشپړه تګلاره وضعه كو??ې شي۔ ده ووئيل په كنفرنس كښی به ټولو فريقو ته يو برابر موقعه وركولې شي دغسې چې د لاس اېنډ ډېمېج په شمول دټولو اړوندو برخو جاج واخستے شي۔ ده ووئيل د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تجديد وړ انرجۍ لوظنامه د دواړو اړخونو يو ښه ګام دے٬ پاكستان سره په دې برخه كښې لا زياته مرسته كو??و كښې خوښي لرؤ۔
د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تجديد وړ انرجۍ لوظنامې هركلې كوؤ٬ په لوظنامه به تندۍ سره عملدرآمد باوري كولې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Phoenix Rise Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی