اسلام آباد۔29مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ د سپريم كورټ (کارروائی و قواعد وضوابط) بل 2023 بدلونونو سره ٬ وکلا فلاح وبهبود او تحفظ بل 2023 په متفقه توګه منظور كړي دي۔ د شورؤ په ورځ د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن چوهدری محمود بشیر ورک په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ، وفاقی وزیر سید نوید قمر، د قانون وزیر مملکت سینیټر شهادت اعوان ، د قانون او انصاف پارلیمانی سېکترې مهناز اکبر عزیز، عثمان ابراهیم ، محسن نواز رانجھا ، نفیسه شاہ، قادر خان مندوخیل، عالیہ کامران، کشور زهرہ ، ډاکټر رمیش کمار او د قانون او انصاف وزارت چارواكو ګډون وكړو۔ د بل په اړه په خپلو څرګندونو كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل تېره ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې وړاندې شوې دا بل كمېټۍ ته راولېږلې شو۔ په سپريم كورټ كښې د انصاف تقاضې ترسره كولو له دا بل وړاندې كړې شو چې د 184(3) په دائرہ اختیار دې بحث وكړے شي۔ ده وئيل دا مناسب وخت دے چې پارليمنټ خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د پخواني چیف جسټس افتخار چوھدری نه پس 3 چيف جستس از خود نوټس ډېر كم كارولے دے۔ دوئي څخه وروستو چیف جسټس ثاقب نثار زيات وكارولو۔ ده ووئيل ځينې معاملې داسې وي چې په هغې كښې سینئر ججز په بېنچ كښې شاملولې نه شي۔ ده ووئيل د بده مرغه د تېرو درې كلونو راهېسې په سپريم كورټ كښې فل كورټ غونډه نه ده شوې۔ ډاكټر رميش كمار ووئيل دا بل د وخت ضرورت دے۔ عالیه کامران ووئيل د دې بشپړه ملاتړ كوم۔ محسن شاهنواز رانجھا ووئيل د پاكستان د آئين له مخې سپېځلې ټرائل د هر وګړي بنيادي حق دے۔ ذوالفقار علی بھټو او نواز شریف سره چې څه شوي دي تاريخ به دا بدلول نه غواړي۔ ده ووئيل نواز شريف ټول عمري له د ځوي نه د تنخا په نه اخستو نااهل وګرځولے شو٬ په توشه خان كېس كښې عمران خان ډي سېټ كړے شو۔ محسن شاهنواز رانجھا ووئيل خواجه سعد رفیق سره چې څخه وشو هغه د ټولو په وړاندې دي۔ وفاقی وزیر سید نوید قمر په بل كښې درې بدلونونه وړاندې كړل۔ كمېټۍ بل دغه بدلونونو سره په متفقه توګه منظور كړو۔ کمېټۍ په وکلا فلاح و بهبود و تحفظ بل 2023 هم غور وكړو۔ كمېټۍ ددې بل منظوري هم وركړه۔
د قومي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كميټۍ د سپريم كورټ (کارروائی و قواعد وضوابط) بل 2023 بدلونونو سره ٬ وکلا فلاح وبهبود او تحفظ بل 2023 په متفقه توګه منظور كړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری