اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نړۍ يو نيم اربه مسلمانانو له به په كوم بلاك كښې د وېشل كېدو او په شخړو كښې د نښتېدو په ځائ امن لپاره خپل طاقت څرګندول وي٬ په بنيادي مسئلو به او آئي سي له يو متحده فرنټ جوړول وي، مونږ د شخړو نه د امن شراكتدار يؤ٬ په نړۍ كښې اسلام صرف هم يو دے٬ اسلامي دود دستور ته چې كوم ډول خطرې دا مهال مخې ته دي په تېر وخت كښې نه وې ، د دې تحفظ لپاره به اقدامات كول وي، د نړيوالو قوتونو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو باوجود د فلسطين او کشمير مسلمانان خپل بنيادي حقونو څخه محروم ساتلے شي، د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره پنځلسم مارچ په نړيواله توګه لمانځلو تاريخي قرارداد منظورېدل اسلامي نړۍ لپاره لويه كاميابي ده، اسلامي هېوادونو له پخپله خارجه پاليسۍ كښې په كور اېشوز متفق كېدو سره مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده، د روسيه او يوکرائن په جنګ كښې او آئي سي د ثالث کردار لوبولې شي، دې شخړې سره په نړۍ كښې د پټرول او غنمو بيعه په زياتېدو ده، يو مستحکم افغانستان د نړيوالې ترهګرۍ لاره نيولو لپاره يوازنۍ لاره ده۔ وزيراعظم دا خبرې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو 48مې غونډې پرانستې سېسن ته وېنا كښې وكړې۔ کنفرنس ته د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحه، د اسلامي پرمختيائي بنېك صدر سليمان الجاسر، د سعودي عرب خارجه وزير فېصل فاران بن السعود، د چين خارجه وزير وانګ ژي٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د قازقستان نائب وزيراعظم او د تيونس خارجه وزير سره سره نورو هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم د خارجه كونسل 48مه غونډه كښې د ګډون كوونكو هركلي كولو سره ووئيل تاسو په يو داسې وخت كښې دلته موجود ېې كله چې پاكستانيان د آزادۍ خپله 75مه ورځ لمانځي۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا نړيوالې ورځې په توګه لمانځلو منظوري يوه لويه كاميابي ده، په دې ورځ په نيوزي لېنډ كښې يو وسله وال په جومات كښې 50 مسلمانان شهيدان كړي وو۔ ده ووئيل د نائن الېون نه پس اسلام ترهګرۍ سره تړلے شوے دے، په دې موقع د اسلامي هېوادونو واكمنو د كوټلي دريځ خپلولو په ځايې خپل ځان روشن خيال او اعتدال پسند وګرځولو، اسلام ترهګرۍ سره د تړلو عمل څخه تر ټولو زيات په لويديز كښې مسلمانان متاثره شوي، هلته د ترهګرۍ نه پس په سمدستي توګه تور په اسلام لګولې كېدو٬ ده ووئيل څنګه يو ټولنه د يو څو جنونيانو د حركت ذمه واره جوړېدې شي۔ په وړومبي ځل دا تسليم كړې شوه چې اسلامو فوبيا يو ناخوښه او بد څيز دے۔ وزيراعظم ووئيل كومو هېوادونو چې د مدينې رياست اصول خپل كړي دوي خوشحال شوي٬ د مدينې رياست جوړېدل نړۍ لپاره لوے انقلاب ٶ٬ نبيۖ يوازې مسلمانانو لپاره نه بلكې ټولې امت لپاره رحمت اللعالمين دے۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي هېوادونو تر ټولو زيات په وائټ كالر جرائمو قابو نه موندل وو٬ دلته بې وسه د قانون په منګولو كښې او طاقتور پرېښودلې كېږي۔ د ملګرو ملتونو رپورټ له مخې په كلنه توګه 1.6اربه ډالره دې هېوادونو څخه اوباسلې كېږي، پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې غربت د وسائلو د كمي له امله نه بلكې د كرپشن له امله دے٬ قائداعظم دا هېواد په اصل كښې د مدينې رياست جوړول غوښتل۔ وزيراعظم ووئيل كه مونږ له خپلو تېروتنو څخه زده كړه ونه كړه نو مونږ به مخ په وراندې تګ ونه كړې شو۔ وزيراعظم ووئيل په كال1989 كښې د شيطاني آيات په نامه يو مسلمان ګستاخانه کتاب ليكلے٬ د ھغې نه پس د دانشورانه رويې خپلولو په ځائ د معذرت رويه اختيار كړې شوخ٬ د اسلامي نړۍ لخوا په دې لړ كښې مشتركه ځواب نه دې وركړې شوې٬ د دې نه پس پرله پسې ګستاخانه مواد او کارټون شائع كېدل٬ خوشحاله يؤ چې په وړومبي ځل دا تسليم شوې چې اسلامو فوبيا يو ناخوښه څيز دے ٬ مونږ له خپله بيانيه مخ په وړاندې بوتلل پكار دې٬ پاکستان په نړۍ كښې د اسلام په نامه جوړ كړې شوې يوازنې هېواد دې چې د دې په قرارداد مقاصد كښې د مدينې د رياست په بنياد د اسلامي جمهوريه قائمولو تصور وركړې شوې٬ زه د مدينې د رياست جوړولو لپاره سياست ته راغلے يم٬ د نړۍ تر ټولو جديد فلاحي رياست حضرت محمدﷺ جوړ كړې٬ محمدۖ د يو بهترين تهذيب او د اسلامي تاريخ بنياد اېښې٬ د مدينې رياست يو عظيم انقلاب ٶ۔ نبي پاكﷺ يوازې مسلمانانو لپاره نه بلكې ټول امت لپاره رحمت اللعالمينؐ ٶ۔ وزيراعظم ووئيل كومو هېوادونو چې د مدينې د رياست اصول خپل كړي سوكاله شوي۔ د نبي ﷺ د مدينې په لس كلن ژوند كښې يوازې 1200 كسان وژلې شوي او په ټول عرب د مسلمانانو حكمراني جوړه شوې او دا ځكه چې دغلته د قانون حكمراني وه، څوك د قانون نه پورته نه ٶ٬ په بې وسه هېوادونو كښې د غربت بنيادي سبب د وائټ كالر تورن نه نيول دي٬ دغلته د وسائلو كمې نشته٬ څوك چې د مدينې د رياست ماډل خپلوي ھغه به سوكاله كېږي۔ وزيراعظم ووئيل علم د مومن ميراث دے٬ په اسلام كښې د دې د اهميت اندازه د دې حديث نه كېږي چې پكښې نبي کريم ﷺ امر كړې دې چې علم حاصل كړۍ خواه چې ورپسې چين ته هم تلل وي٬ نن اسلامي نړۍ په دې مېدان كښې تر ټولو وروسته ده۔ وزيراعظم ووئيل مېرمنو ته د دوي حق وركول د نبي اکرم ﷺ لخوا يو انقلابي قدم ٶ٬ 1400 كاله وړاندې مېرمنو ته دا حق وركړې شوې دې٬ دا ھغه نظام دې كوم چې د مدينې رياست وركړې٬ دا هم اسلام ٶ چرته چې به غلام بادشاه جوړېدو، هند كښې يوه ټوله كورنۍ غلامه تېره شوې چا چې حكمراني كړې٬ 600 كاله وړآندې په برتانيه كښې د قانون حكمرانۍ لپاره په مېګنا کارټا لاسليك شوې۔ وزيراعظم ووئيل په لويديز كښې د خپلو ځناورو دومره خيال ساتلے كېږي څومره چې دلته د انسانانو هم نه ساتلې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل مېرمنو ته د دوي حق وركول د نبي اکرم خاتم النبينۖ لخوا يو انقلابي قدم ٶ٬ د بده مرغه پاكستان كښې 70 فيصده مېرمنو ته په وراثت كښې حق نه وركولې كېږي مونږ په دې لړ كښې قانون سازي كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل د او آئي سي يو تصور د اسلامي اقدارو تحفظ پكار دې ځكه چې اسلامي اقدار چې اوس څومره په خطر كښې دي وړاندې نه ٶ۔ ده ووئيل كله چې زه وزيراعظم جوړ شوم نو ما د پوليس چيف نه د كرائم صورتحال وپوښتلو نو ھغه ووئيل چې جنسي جرائم په تندۍ سره زياتېږي٬ فحش موادو ته رسنه كوچنيانو ته د موبائل د لارې ترلاسه شوې ده، د دې مخنيوې ډېر ضرورې دې٬ د دې ډېر زيات مضمرات دي۔ وزيراعظم ووئيل د طلاقونو شرح كښې اضافه كورنې نظام نېغ په نېغه متاثره كوي٬ د مور پلاو او استاذانو احترام كول دي٬ د سوشل ميډيا څخه خپل راتلونكې كول ساتلو لپاره سوچ كول دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دې مقصد لپاره رحمت اللعالمين ؐاتھارټي جوړه كړې٬ مونږ سوشل ميډيا ختمولې خو نه شو خو خپل راتلونكې كول په اخلاقي توګه قوي كولې شو۔ وزيراعظم ووئيل په ملګرو ملتونو كښې په کشمير او فلسطين د ښكاره قرار دادونو باوجود مونږ په دې عملدرآمد كولو كښې پاتې راغلے يو٬ نړۍ مونږ سنجيده نه اخلي ځكه چې مونږ تقسيم يو۔ ده ووئيل په پنځم اګست هند د كشمير خاص حېثيت بدل كړو خو نړيواله ورورولي خاموشه پاتې شوه ٬ ھغوي د اسلامي نړۍ لخوا كوم فشار نه محسوسوي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي هېوادونو خارجه پاليسۍ جلا جلا دي خو په مركزي مسئلو مونږ له يو موټې كېدو سره مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده ٬ په فلسطين كښې هره ورځ د بنيادي بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي٬ اسلامي هېوادونه دې د سوشل ميډيا د لارې د دې ناانصافو په اړه نړۍ خبر كړي۔ وزيراعظم ووئيل هند په كشمير كښې آبادياياتي تناسب بدلوي٬ دغسې چې اكثريت په اقليت كښې بدل كړي، د هند او اسرائيل د دا ډول اقداماتو څوك مخه نه نيسي٬ نړۍ په بېلا بېل بلاكس كښې تقسيم ده٬ خو اسلامي نړۍ له يو موټې كېدل پكار دي٬ وزيراعظم ووئيل 40 كاله پس د يو مستحكم افغانستان موقع په لاس راغلے ده٬ څومره بدامني چې افغانانو ليدلې دومره بل كوم قام نه ده ليدلې٬ په دوي بنديزونه لګول او د دوي نه تسليمولو نه زيات اندېښمن انساني بحران دے، د دوي په انساني بنيادونو مرسته ډېره ضروري ده، مستحکم افغانستان او افغان خاوره د نړيوالې ترهګرۍ لاره نيولو لپاره يوازنۍ لاره ده ۔ ده ووئيل افغانان هېڅكله بهرنې تسلط نه قبولوي، دا ھغوي خپلې خودمختارۍ لپاره خطر ګڼي، دوي ډکټېټ كېدې نشي۔ د يوكرائن پحقله خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل د يوكرائن په صورتحال د ګردې نړۍ په څير مونږ هم پرېشانه يؤ، د او آئي سي پليټ فارم څخه سوچ پكار دې چې څنګه مونږ ثالث كېدو سره جنګ بندي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زه به د چين خارجه وزير سره په ملاقات كښې په دې خبره كوم چې څنګه د دې بحران نه بچ شو٬ په ګرده نړۍ به د دې منفي اثرات مرتب كېږي ٬ د تېلو او غنمو بيعه په زياتيدو ده٫٬ د ګاز كمبوت پېدا كېږي٫ كوم هېوادونه چې د دې تنازعې فريق نه دي ھغوي په دې پوزيشن كښې دي چې ھغوي د دې تنازعې حل كولو كښې كردار ولوبوي۔ ده خارجه وزير شاه محمود قرېشي مخاطب كولو سره ووئيل چې ھغوي دې د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو سره خبره وكړي۔ وزيراعظم ووئيل په خپل ځان باور لرونكي هېڅكله نه ناكامه كېږي۔ ده ووئيل د بده مرغه مونږ مرستې لپاره د نورو پلو ګورو۔ ده ووئيل مونږ له متحد كېدو سره به د يو بلاك په څير د شخړو په ځائ امن لپاره د خپل طاقت څرګندونه كول وي۔
په بنيادي مسئلو به او آئي سي له يو متحده فرنټ جوړول وي٬ مونږ د شخړو نه د امن شراكتدار يؤ ۔ د وزيراعظم عمران خان د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې پرانستې سېشن ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ