اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د اېم كيو اېم پاكستان چيئرمېن خالد مقبول صديقي وئېلي دي په لندن كښې 6 جائيدادونه د يو سړي نه دي بلكه د اېم كيو اېم شهيدانو او د نورو قربانۍ وركوونكو امانت دے٬جائيدادونه د اېم كيو اېم په نامه اخستلې شوي٬د برتانيې عدالت هم د جائيدادونو لپاره ??مو??ږ په حق كښې پريكړه كړې٬د اېم كيو اېم پاكستان نه علاوه كوم دوهم اېم كيو اېم نه منو٬پاكستان ??مو??ږ لپاره د سياست محور دے٬سياسي خلقو له خبرې اترې په سياسي توګه پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ډاكټر فاروق ستار سره نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې پرېس كنفرنس كولو په مهال وكړه ۔چيئرمېن ډاكټر خالد مقبول صديقي ووئېل اېم كيو اېم په 22 اګست 2016 د پاكستان حرمت په خاطر خپل مشرتابه سره هغه وخت د لاتعلقۍ اعلان وكړو كله چې د پاكستان په ضد نعرې وهلې كېدې۔مونږ په 23 اګست 2016 د پاكستان آئين او پاكستان رياست سره ولاړ وو۔ ده ووئېل مونږ ته معلومه ده چې په لندن كښې د م??جو?? پخواني د اېم كيو اېم قيادت ترمينځه د جائيداد شخړه شدت اختياروي۔خالد مقبول صديقي ووئېل هغه جائيدادونه د كوم يو كس نه دي٬د اېم كيو اېم پاكستان دي او د اېم كيو اېم شهيدانو امانت دي۔ ده ووئېل د برتانيې عدالتونو په دې اړه ??مو??ږ په حق كښې پريكړه كړې۔د دغې پريكړې په ضد چې پيټشن دائر كړے شو نو عدالتونو هغوي ته لوئر كوټ د تللو ووئېل۔هلته م??جو?? خلق په دې مقدمه كښې په غلط فهمۍ كښې پراته دي او ګڼي چې عدالت هغوي ته بيا د عدالت څخه د رجوع كولو وئېلي دي۔ ده ووئېل اېم كيو اېم د پاكستان اېم كيو اېم دے۔په دې موقع د اېم كيو اېم سينئر لارښود ډاكټر فاروق ستار ووئېل د اېم كيو اېم لندن په ضد د 6 پراپرټيز په اړه اېم كيو اېم پاكستان د شهيدانو لپاره كورټ آف لندن پراپرټي كښې مقدمه دائر كړې۔دا پيټشن امين الحق دائر كړے ؤ او د ګواه په توګه تللے ؤ ۔ پريكړه ??مو??ږ په حق كښې شوې وه۔ ده ووئېل د هلته عدالت پريكړې له مخې اېم كيو اېم پاكستان ته جائيدادونه منتقل كېدل په كوم چې اېم كيو اېم لندن بيا درخواست وركړے۔دا جائيدادونه د اېم كيو اېم پاكستان او شهيدانو دي د كوم يو كس نه۔ده ووئيل په 31 اګست 2016 اېم كيو اېم په آئين كښې بدلون كړے٬ 22 اګست نه پس زما الطاف حسېن سره هېڅ خبرې اترې نه دي شو ي۔د اېم كيم اېم پاكستان نه علاوه كوم دوهم اېم كيو اېم نه منو٬سياسي خلق يو٬سياسي خلقو له مذا??را?? په سياسي توګه كول پكار دي
په لندن كښې 6 جائيدادونه د يو سړي نه دي٬د شهيدانو امانت دے٬د اېم كيو اېم پاكستان نه علاوه كوم بل اېم كيو اېم نه منو۔خالد مقبول صديقي
जिली इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار