لاهور۔17مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ وئيلي دي د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونود پاكستان په ضد نعرې ووهي ٬ د شهيدانو پ?? قربانيو پسې خندا كوؤنكي او پاكستان مخالف كمپائن چلوونكي د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د دوئي په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ د اتوار په ورځ خبري ك??فر??س ته خپل خطاب كښې ده وو??يل د اولس ژوند آسانول زمونږ مشن او د اولس مسئلې حل كولو زمونږ ترجيح ده٬ وزيراعظم راتللو سره د معيشت حوالې سره خپله ايجنډا وضعه كړه۔ ده وو??يل په ټېكس اصلاحاتو او د اېف بي آر په بيا تشكيل كولو هم كار روان دے۔ ده وو??يل د سیاسی استحکام په نتيجه كښې معاشي استحكام راځي۔ د شمالي وزيرستان په ميرعلي س??مه كښې د ترهګرۍ پېښې ذكر كولو سره وفاقي وزير وو??يل تېره و رځ په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې د پاك پوځ ځوانان شهيدان شول۔ 23 كلن کېپټن محمد بدر هم په دې پېښه كښې شهيد شو كوم چې د 5 خويندو يوازينے ورور وو۔ ده وو??يل مونږ د شهيدانو د غمجنيو كورنيو سره يؤ٬ د وزيرستان پیښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده وو??يل بل اړخ ته يو سياسي ګوند د وزيرستان شهيدانو پسې خندا كولو كښې بوخت دے۔ دوئي په تېر وخت كښې هم د شهيدانو د قربانيو حوالې سره د سپكاوي س??شل ميډيا كمپائن چلولې۔ ده وو??يل د دې مونږ غندنه كوؤ۔ زمونږ لپاره هېواد تر ټولو اول دے ٬ هېواد چې وي س??است به وي ٬ شهيدان زمونږ د حفاظت او بقا ضمانت دي۔ ده وو??يل قامي يووالي او سلامتيا له به مونږ له يو موټې كېدل وي٬ ځينې رېډ لائنز دي بايد له هغې تجاوز ونكړے شي۔ تنقيد بايد اصلاح لپاره وي۔ ده وو??يل د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونود پاكستان په ضد نعرې ووهي٬ مونږ به هېواد ډيفالټ كېدو له ورنكړؤ۔ ده وو??يل د آئي اېم اېف د ودانې مخې ته د احتجاج مطلب څه دے؟ پاكستان ته راشۍ او احتجاج وكړۍ۔ ده وو??يل دا ډول كمپائن چلوونكي به قانون سره مخ كولے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير وو??يل تېره ورځ شيري رحمان صاحبه د پي آئي اے د نجكارۍ په ضد بيان نه دے وركړے بلكې هغې يو ماډل وړاندې كړې دې چې پی آئی اے دې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ لاندې وچلولې شي۔ دا يو ښه ډيبېټ دے۔ ده وو??يل د شهباز شريف په تېر حكومت چې د نجكارۍ كومه معامله روانه وه هغه به اوس كه پاك پروردګار ته منظور وي منطقي انجام ته و رسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د سوشل میډیا حوالې سره د ټولو سياسي ګوندونو بايد چارټر وي٬ د مېرمنو پ?? ضد د ناوړ كمپائن ٬ په خلقو د بې بنسټه تورونو لګولو او رېډ لائن څخه د تجاوز كولو حوالې سره بايد ضابطه اخلاق وي۔
د امريكائي سازش نعره پورته كوؤنكي نن د امريكې په فټ پاتھونو د پاكستان په ضد نعرې ووهي ٬ د شهيدانو قربانيو پسې خندا كوؤنكي او پاكستان مخالف كمپائن چلوونكي د كوم رعايت مستحق نه دي٬ په ضد به يۍ كارروائي كولې شي٬ عطاﺀ الله تارړ
Captain's Bounty Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری