اسلام آباد 16اپرېل(اے پی پی)خارجه و??ير اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كارۍ څخه نه يواځې د قدر وړ شراكتدارۍ ته تقويت ترلاسه شي بلكې دا به په سيمه ايز امن او استحكام كښې هم مهم كردار ادا كړي۔هغه د نهې په ورځ د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل(سي آئي اېف سي)فورم ته خطاب كولو چې پكښې د سعودي خارجه و??ير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود په مشرۍ كښې دوره كونكې د اعلٰی كچ سعودي پلاوي هم ګډون كولو ۔دوره كونكې پلاوي كښې د سعودي د اوبو او كركيلې وزير٬ نجینیر عبدالرحمن عبدالمحسن آل فضلی،د صنعت او معدني وسائلو و??ير بندر ابراهیم الخریف ٬د سرمايه كارۍ مرستيال و??ير ابراہیم بن یوسف المبارک ٬د سعودي خاص كمېټۍ مشر محمد مازیاد التویجري او د توان وزارت او د سعودي پبلك انويسټمنټ فنډ اعلٰی چارواكي شامل وو۔خارجه و??ير ووئيل د موجوده حكومت هدف سرمايه كارو په خاص توګه د سعودي عرب سرمايه كارو لپاره په زړه پورې ماحول راپېدا كولو سره پاكستان د اقتصادي هلو ځلو او جدت مركز جوړول دي۔خارجه و??ير پلاوي ته باور وركړو چې پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كاري د شريك پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هم مرستياله ثابته شي۔خارجه و??ير د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كاري د قدر او اداره ج??تي نظام د لارې كارولې شي۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د اسلامي ورثه تر مخه او د شريكې سټريټجكې ګټې ترمخه قوي اړيكې قائم دي او د سعودي پلاوي دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورتيا او تل پ??تي روابط رامخې ته كړل۔ده پلاوي ته ووئيل چې د اېس آئي اېف سي پليټ فارم مقصد سرمايه كارۍ سره اړوند عمل په ??ور?? ډول ترسره كول او فيصله سازي فعاله كول دي۔ ده ووئيل د شريكو هڅو د لارې به د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو ډلو له د ترلاسه موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده۔
پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كارۍ څخه شراكتدارۍ ته د تقويت سره سره سيمه ايز امن او استحكام ته هم وده ترلاسه شي۔خارجه وزير اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil