اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې په نګران سې?? اپ مونږ تحفظات لرو٬چرته چې نګران سې?? اپ د غېر جانبدارۍ څرګندونه نه كوي مونږ به خپل غږ ضرور پورته كوو٬بلاول ماشوم دے٬په پروټوكول كښې ځي او پھ شا يې د زرداري طاقت دے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو ټي وي چينل په پروګرام كښې وكړې۔ده ووئيل د كال 2013م په ټول ټاكن?? كښې زمونږ سو?? هم نه و چې درغلي به وشي ځكه چې پخواني ستر قاضي افتخار چوهدري لپاره يو پوره تحريك چلېدلې ؤ او مونږ ټولو آزادې عدليې لپاره هلې ځلې كړې وې تر دې چې ما 8 ورځې په زندان كښې هم تېرې ??ړی وي ٬ ده ووئېل مونږ ته دا معلومه نه وه چې د هغه وخت ستر قاضي افتخار چوهدري په انتخابي درغلۍ كښې پوره ككړ وو او چې چا ته نګران حكومت ترلاسه شو هغوي هم پنكچرې ??لګولې ځكه چې د ټولې انتظاميې پشمول ټول پولنګ سټاف د دوي سره وو او د هغه وخت د ټاكنو كميسو?? هم ٬ ده ووئېل په هغه ټاكنو او دې ټاكن?? كښې د زمكې او آسمان فرق دے۔ده ووئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس مې هم دا خبره كوله چې ټول ګوندونه وائي په ټاكن?? كښې درغلي شوې نو بايد پلټنې وشي او دا پلټنې دې لپاره هم بايد وشي چې په راتلونكو ټول ټاكن?? كښې درغلي ونه شي ۔۔ده ووئيل زه هيله لرم چې د جولائي 25مې نېټې نه پس به زمونږ هېواد يو موقع ترلاسه كړي چې خپله لاره به بدله كړي او هغه هېواد به جوړ شي كوم چې بايد ډېر وړاندې جوړ شوے ؤ۔
په خېبرپښتونخوا كښې په لنډ مهاله سېټ اپ مونږ تحفظات لرو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر