اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون وياندې مريم اورنګزېب وئيلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د پشاور موړ نه تر نيو اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس منصوبه كښې د 5 كالو د تاخير پلټنيو كولو او د غفلت كوؤنكو په ګوته كولو امر كړې دې٬ پخواني واكمن د څلور كالو نالائقي او نااهلي پټولو له دروغ وئيل پېل كړې دي٬ دې ښودلو ا وئيلو له هېڅ نه لري۔ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف 7 بجې په اسلام آباد میټرو بس سروس د روان كار جاج اخستلو له د پشاور موړ مېټرو بس سائټ ته ورسېد۔ دې ووئيل دا منصوبه د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په دوره كښې په كال 2017 كښې پېل شوې وه كومې له چې په كال 2018 كښې سر ته رسېدل وو٬ په دې كښې 5 كاله تاخير شوې او په منصوبه كار نه دې بشپړ شوې۔ مریم اورنګزیب ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په منصوبه د شوي تاخير د پلټنيو او د غفلت كوؤنكو په ګوته كولو امر كړې دې۔ مریم اورنګزېب ووئيل وزيراعظم د روژې مباركې مياشتې په مهال مېټرو سروس وګړو لپاره د وېړيا چلولو هدايت كړې دې٬ دغسې چې د روژې مباركې مياشتې په مهال وګړو ته سفري آساني وركړې شي۔ دې ووئيل وزيراعظم د اسلام آباد مېټرو درې لارو څخه موټروے سره تړلو له د فوري فزېبلټي جوړولو حكم كړې دې او د بهاره كهو ٬ پشاور موړ او روات په روټس يۍ مېټرو چلولو له د فوري فزېبلټي تيارولو هم امر كړې دې۔ مریم اورنګزېب ووئيل چې وزیراعظم اسلام آباد او دې سره د پېوستو سيمو وګړو ته د سفري آسانيو وركولو هدايت كړې دې۔ دې ووئيل پخواني واكمن د څلور كالو نالائقي او نااهلي پټولو له دروغ وئيل پېل كړې دي٬ دې ښودلو او وئيلو له هېڅ نه لري۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د پشاور موړ نه تر نيو اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس منصوبه كښې د 5 كالو د تاخير پلټنيو كولو او د غفلت كوؤنكو په ګوته كولو امر كړې دې٬ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل