اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د دمشق په هوائي اډه د بمبارې او د پروازونو منسوخ كېدو په وجه په سوريه كښې محصور پاكستانيان وطن ته راوړلو لپاره پي آئي اے انتظامات وكړل، د هوابازې وفاقي وزير په هدايت به د پي آئي اے پرواز﴿نن﴾ د ګل په ورځ د جون په 13مه نېټه سورئې ته ځي. د پي آئي اے وياند له مخې په سوريه كښې د پاكستاني سفير په خواست پي آئي اے د الوتكې لېږلو انتظامات كړي دي، په سوريه كښې د پاكستان سفير وئيلي دي چې پروازونه دې حلب ښار ته ولېږل شي. وياند ووئيل چې د هوابازې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په دې لړ كښې خاص هدايات جاري كړي دي.
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا