اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د قومي روغتيا وزارت وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 53 زره 253 ټېسټونه شوي دي. د ګل په ورځ د وزارت لخوا په شوي ټويټ كښې وئيلي شوي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 53 زره 253 ټېسټونه شوي دي چې پكښې د 5034 كسانو د كورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي. دغسې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا د مثبت كېسونو شرح 9.45 فيصده پاتې شوې. د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 10 كسان په حق رسېدلي دي او د 827 رنځورانو حالت اندېښمن ښودل شوے
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر