پېنډۍ 21 اپرېل(اے پي پي)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئيلي دي ځوانان د هېواد لو??ه اثاثه ده٬ زده كوٶنكي بائد د سباٶن چېلنجونو مقابلې له خپل ځان تيار وساتي۔ د جمعې په ورځ د پنجاب اعلٰې وزير د وېنا ٬ مباحثې ٬ مضمون نګارۍ او قرآت په حقله اصغر مال كالج تر سېوري لاندې د انعامونو وركولو دست??رې ته د خاص مېلمه په حېث وېنا كوله۔ په دستوره كښې اديب او سينئر خبريال جواد مرزا، پرنسپل خوشي محمد ناصر،وائس پرنسپل الطاف حسېن، الیاس قرېشي، د ادبي كمېټۍ چئیرمېن روش ندیم، پروفېسر عرفان یاوراو پروفېسر باقر وسیم هم موجود وو۔ په دې موقع مسعود ملك ووئيل د زلمي كل كاميابيو او مينې ته چې ګورم نو په روحاني توګه خوشحالې محسوسوم۔ ده ووېيل ځوانان د هېواد لو??ه اثاثه ده بايد ھغوي په سياسي هلو ځلو د خوښۍ په ځائ تعليم ته خاص پاملرنه وكړي چې ورسره به د تعليم معيار زيات شي۔ ده ووئيل اصغر مال كالج يوه داسې اداره چې ښه تعليمي رېكارډ لرې۔ مسعود ملك زده كوٶنكو ته ووئيل د مور او پلار او د استاذانو د خوارۍ خيال ساتلو سره محنت كول پكار دې او د ھغوي ټولې هيلي ترسره كړې۔ اديب او سينئر خبريال جواد مرزا ووئيل نوې كل له په خاص توګه زده كوٶنكو په له محنت كول پكار دې۔ په دې موقع د ګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ كالج پرنسپل خوشي محمد ناصر او نورو هم وېنا وكړه۔ د دست??رې په پائې كښې خاص مېلمه مسعود ملك زده كوٶنكو ته سندونه او شېلډ وركړل۔ په دې موقع د كالج انتظاميې د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك ته د ګلونو ډالۍ هم وركړه
ځوانان د هېواد لويه اثاثه ده ٬زده كوٶنكي بائد د سباٶن چېلنجونو مقابلې له خپل ځان جمتو وساتي
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون