اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير ډاکټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې يوازې د لګژري او غير ضروري شيانو په درآمداتو بندېز لګولې شوې دې۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې ده ووئيل د صنعتي خام موادو په درآمداتو هیڅ بندیز نشته، بندېز يوازې د لګژري او غېر ضروري شيانو په درآمداتو لګولې شوې دې۔ د خزانې وزیر ووئيل چې په سېنېټري پیډز، ډائپرز او د دې په خام موادو كوم بندېز نشته ولې چې دا ضروري شيان دي۔ ده ووئيل په دې اړه به سركاري وضاحتي بيان د ګل په ورځ جاري كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ